د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

په طبي انسټېټیوټونو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ فرانسې وغنده او نه توجیه کېدونکی یې وباله


د طالبانو د مشر د نوي فرمان له مخې، د سه شنبې له ورځې په افغانستان کې طبي انسټېټیوټونه او تعلیمي بنسټونه د ښځو او نجونو پر مخ تړل شوي چې دغه محصلانو پرې اعتراض وکړ.
د طالبانو د مشر د نوي فرمان له مخې، د سه شنبې له ورځې په افغانستان کې طبي انسټېټیوټونه او تعلیمي بنسټونه د ښځو او نجونو پر مخ تړل شوي چې دغه محصلانو پرې اعتراض وکړ.

په طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه د غبرګونونو په دوام فرانسې په افغانستان کې دغه پرېکړه نه توجیه کېدونکې بللې ده.

فرانسې د طالبانو هغه فرمان وغانده، چې له مخې یې د افغانستان په طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې دا اقدام غیرعادلانه او د منلو وړ نه دی.

وړاندې لیکل شوي، فرانسه به د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د جدي او سیستماتیکو سرغړونو غندنه وکړي چې د بیان له مخې موخه یې "د افغانستان د نیمایي نفوس حذفول دي."

فرانسې له طالبانو غوښتنه کړې چې پر ښځو او نجونو ټول لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

د فرانسې بیرغ
د فرانسې بیرغ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پوهنې او روغتیا په برخو کې د ملګرو ملتونو د بنسټونو، پروګرامونو او نادولتي موسسو د بشري پروژو له لارې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي.

د طالبانو د مشر د نوي فرمان له مخې، د سه شنبې له ورځې په افغانستان کې طبي انسټېټیوټونه او تعلیمي بنسټونه د ښځو او نجونو پر مخ تړل شوي دي.

دا اعلان د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا په افغانستان کې طبي انسټېټیوټونو ته شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د طالبانو دا پرېکړه مایوسوونکې بللې او په دې باب یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو بیرغونه
د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو بیرغونه

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، دا ډول پرېکړه به نه یوازې د افغان مېرمنو اساسي حقونو ته لوی ګوزار وي، بلکې په افغانستان کې به د روغتیايي خدمتونو پر نظام ناوړه اغېز وکړي، چې له وړاندې ډېرو ننګونو سره مخ دی.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، جرمني، د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې په طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو او نجونو پر تعلیم د لګول شوي بندیز په باب اندېښنه ښودلې وه.

په افغانستان کې ښځينه محصلانې وايي چې د طالبانو د وروستي فرمان له کبله په بشپړه توګه نهیلي شوي دي.

يو شمېر يې پرون په هرات ښار کې لاريون وکړ.

يوې ځايي ښځينه خبريالې چې په امنیتي ملحوظاتو یې د نوم له څرګندولو ډډه کوله، د لاريون په اړه ازادي راډيو ته وويل: "په هرات ښار کې يو شمېر ښځينه محصلانو لاريون وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې د زده‌کړو حق دې ورڅخه نه اخيستل کېږي. د دغو محصلینو په وینا، زده‌کړه د دوی حق دی او باید د نجونو د زده کړې مخه ونه نیول شي. دغو نجونو وویل چې د دوی یوازېنۍ هیله همدا طبي انسټېټیوټونه وو، چې د اسلامي امارت د نوي فرمان له مخې د دوی دا ارمان او هیله هم ترې اخیستل شوې ده."

د همدې اوونۍ د سه شنبې په ورځ په کاپيسا کې هم د طبي انسټېټیوټ يو شمېر ښځينه محصلانو لاريون وکړ او خپلې چپنې يې وسوځولې.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې د نجونو منځني ښوونځي، عالي لېسې او پوهنتونونه تړلي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG