د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

ملګري ملتونه: په طبي انسټېټیوټونو کې د افغان ښځو د ګډون منع کول خورا تبعیضي چلند دی


ارشیف: له زده کړو منع شوې افغان نجونې
ارشیف: له زده کړو منع شوې افغان نجونې

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په خصوصي طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو د ګډون منع کول خورا تبعیضي چلند دی او د لوړو زده‌کړو په لور د ښځو او نجونو لپاره یوازېنۍ پاتې لاره له منځه وړي.

په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته د غبرګونونو دوام، د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، دا د طالبانو حکومت د تبعیضي کړنو د اوږدې لړۍ وروستی مورد دی چې د زده‌کړې، کار او نورو برخو کې ښځې هدف ګرځوي او د هېواد راتلونکی برمته کوي.

د دغه ادارې ویاندې مېرمن روینا شمداساني په یوې ویډیو کې چې د پنجشنبې په ورځ له یوه بیان سره د یادې ادارې په ایکس‌پاڼه خپره شوه، زیاته کړې: "په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په خصوصي طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو د ګډون منع کول د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د چارواکو له‌خوا یو بل مستقیم ګوزار دی، دا اقدام په ژوره توګه تبعیضي دی، لنډ لید لري او د ښځو او نجونو ژوند په خطر کې اچوي."

هغې زیاته کړه چې دا د لوړو زده‌کړو په لور د ښځو او نجونو لپاره یوازېنۍ پاتې لاره له منځه وړي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاندې روینا شمداساني
د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاندې روینا شمداساني

مېرمن شمداساني دغه شان زیاته کړې چې دا ډول اقدامات چې د په روڼتیا او د اړوندو کسانو د ښکېلتیا پرته ترسره کېږي، په ښکاره ډول د عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو ایستل دي.

په بیان کې راغلي چې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک له طالبانو غوښتي چې دغه زیان رسوونکی فرمان لغوه کړي او ویلي یې دي چې اوس د دې وخت دی چې د ښځو او نجونو بشري حقونه د افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو مکلفیتونو سره سم تامین شي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک
د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک

یو شمېر هغه نجونې چې د طالبانو د دې بندیز له امله اغېزمنې شوي، وايي چې د راتلونکې لپاره یې ټولې هیلې له منځه تللي.

مېرمن باران وايي: موږ غوښتل خپله دنده په ښه ډول مخته یوسو او هڅه وکړو د وطن خدمت وکړو، بس دا هر څه یو ډول ختم شول موږ لپاره.

یوه له دوی څخه سیلۍ باران ازادي راډيو ته وویل: "واقعاً زه دومره خپه شوم چې بېخي ناهیلي راته ودرېده، زما په فکر کې چې څه و هغه ونړېده، ارمانونه مې ټول ختم شول، یواځې د ارمانو خبره نه و، بلکې موږ غوښتل خپله دنده په ښه ډول مخته یوسو او هڅه وکړو د وطن خدمت وکړو، بس دا هر څه یو ډول ختم شول موږ لپاره."

یوې بلې نجلۍ چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: "دا هغه خبر و چې داسې حالت یې رامنځته کړ چې هیڅ نجلۍ په ځان نه پوهېده، ټول یې ډېر شوکه کړل، ځکه همدا د افغان نجونو وروستۍ هیلې وې."

طالبانو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ چې لا په رسمي توګه نه دی تایید شوی، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو دروازې وتړلې.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

په دې طبي انسټېټیوټونو په روغتیايي برخه کې د ښځینه کارکوونکو د پام وړ اړتیا ته په کتو سره د نجونو پر زده‌‌کړو د طالبانو حکومت بندیز نه و عملي شوی.

مخکې دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي وو او دوی پوهنتونونو کې له لوړو زده‌کړو هم راګرځولې وې.

د طالبانو دې تازه اقدام ګڼ شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي، خو د طالبانو کوم چارواکي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG