د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

هيومن‌رايټس‌واچ: طالبانو د زده‌‌کړو په برخه کې د نجونو پر وروستیو هیلو هم خاورې واړولې


يوشمېر نجونې محصلانې
يوشمېر نجونې محصلانې

د طالبانو د حکومت له لوري په طبي انستیتوتونو کې د نجونو د زده‌‌کړو د بندیز په وړاندې د غبرګونونو په دوام، د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو په‌‌دې پرېکړه اندېښنه ښودلې ده.

په یو بیان کې چې پرون سه‌‌‌شنبه د دغه سازمان پر وېب‌پاڼه خپور شوی راغلي، د طالبانو نوی فرمان چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې مخه نیسي، د هغو ښځو لپاره چې په جبري توګه له روغتیايي خدمتونو بې‌‌برخې کېږي، د غیر ضروري درد، کړاو ګاللو، ناروغیو او مړینو لامل شي، ځکه چې د افغان ښځو د درملنې لپاره به ښځینه روغتیايي کارکوونکي نور ونه اوسي.

په بیان کې راغلي، دا داسې مهال ده چې په یوشمېر ولایتونو کې طالبانو د نارینه متخصصینو له لوري د ښځینه ناروغانو درملنه منع کړې.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، طالبانو په‌‌دې بندیز سره د زده‌‌کړو په برخه کې د نجونو په وروستیو هیلو هم خاورې واړولې.

په بیان کې دغه‌راز راغلي، طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د کار، زده‌‌کړو او عامه ژوند په ګډون په بېلابېلو برخو کې محدودیتونه لګولي او په سیستماتیک ډول یې د ښځو حقونه نقض کړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي، د ښځو د حقونو فعالانې چې د طالبانو د دغه بندیزونو په وړاندې غږ پورته کوي، هغوی او کورنۍ یې د طالبانو له لوري د فزیکې شکنجې په ګډون د نیولو له خطر، وهلو ټکولو، جبرې ورکونې او د تبعیض پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

د راپورنو له‌‌مخې په‌‌‌دې اړه د طالبانو د مشر ملاهبت‌‌‌الله اخندزاده فرمان وړمه ورځ، یانې دوشنبه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري د طبي انستیتوتونو استازو ته اعلان شوی دی.
د راپورنو له‌‌مخې په‌‌‌دې اړه د طالبانو د مشر ملاهبت‌‌‌الله اخندزاده فرمان وړمه ورځ، یانې دوشنبه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري د طبي انستیتوتونو استازو ته اعلان شوی دی.

په همدې حال کې د بشري حقونو د فعالانو ټولنې په یوه اعلامیه چې د دې ټولنې په ايکس‌‌پاڼه خپره شوې، د نجونو پرمخ د طبي انستیتيوتونو د دروازو تړل د ښځو په وړاندې د سیستماتیک او توپیري چلند یوه بله کړۍ بللې ده.

دغې ټولنې ویلي، په‌‌داسې حال کې چې په افغانستان کې هره ورځ د مخ‌نیوي وړ ناروغیو له امله ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مړه کېږي، د نجونو په طبي زده‌‌کړو بندیز د ښځینه ډاکترانو د بشپړ محرومیت په معنا دی.

د محصلانو غبرګون او ناهيلي

د طبي انستیتوتونو یوشمېر ښځینه محصلانې وايي، د طالبانو دې پرېکړې سختې ناهیلي کړي او د زده‌‌کړو په برخه کې یې وروستۍ هیله هم له لاسه ورکړې ده.

"شپږ کاله کېږي چې زه په طبي برخه کې په زده‌‌کړو اخته یم، خو تر اوسه مې هیڅ سند ترلاسه نه‌شو کړای
ننګرهارمېشتی محصله

د ننګرهار د طب پوهنځي یوې مخکېنۍ محصلې لیلما ازادي راډيو ته وویل، د نجونو په لوړو زده‌‌‌کړو تر بندیز وروسته یې کورنۍ پرېکړه وکړه چې، نیمه طبي زده‌‌کړې وکړي خو د طالبانو د پرېکړو له امله یې له شپږ کلونو زده‌‌کړو وروسته یې هم کوم سند ترلاسه نه‌کړای شو.

هعه وايي: "شپږ کاله کېږي چې زه په طبي برخه کې په زده‌‌کړو اخته یم، خو تر اوسه مې هیڅ سند ترلاسه نه‌شو کړای، د طالبانو د بندیزونو له امله مې هیڅ زده‌‌کړې پای ته ونه‌‌‌شوې رسولای او ټولې هیلې مې خاورې شوې."

په کابل کې د یوه طبي انستیتوت محصله چې نه‌‌غواړي په‌‌‌‌دې راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلېدو په شرط يې ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو بلاخره د زده‌‌کړو په برخه کې زموږ په وروستیو هیلو هم خاورې واړولې او موږ يې له زده‌کړو منع کړو، دا د طالبانو سخت‌‌‌دریځي او په ټوله کې د نجونو له زده‌‌کړو سره د دوی دښمني په ډاګه کوي."

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت روانه اوونۍ د نجونو پر مخ د طبي انسټيټیوټونو دروازې وتړلې.

د راپورنو له‌‌مخې په‌‌‌دې اړه د طالبانو د مشر ملاهبت‌‌‌الله اخندزاده فرمان وړمه ورځ، یانې دوشنبه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري د طبي انستیتوتونو استازو ته اعلان شوی دی.

که‌څه هم د طالبانو د حکومت روغتیا وزارت تر اوسه رسماً نه‌‌ده تایید کړې، چې په دغو طبي مرکزونو کې ښځینه زده‌کوونکې له زده‌کړو منع شوي، خو په‌‌دې وزارت کې یوشمېر باوري سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې، د دغه نوي فرمان له‌‌مخې د نجونو پرمخ د طبي انسټيټیټونو دروازې تړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG