د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

د افغان نجونو پر طبي زده‌کړو بندیز؛ ایم‌ایس‌ایف: دا پرېکړه به پر روغتیايي خدماتو ډېر ناوړه اغېز وکړي


ارشیف: د افغانستان یوه روغتون کې د نسايي او ولادي څانګې کارکوونکې د یوې ناروغې د کتنې پر مهال
ارشیف: د افغانستان یوه روغتون کې د نسايي او ولادي څانګې کارکوونکې د یوې ناروغې د کتنې پر مهال

د بې پولې ډاکترانو ټولنه یا "ایم‌ایس‌ایف" MSF وايي، د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز به په افغانستان کې پر روغتیايي خدماتو ډېر ناوړه اغېز وکړي.

د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز پر وړاندې د غبرګونونو په دوام د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي چې دا اعلان په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو راتلونکې ګواښي.

دې خیریه ټولنې پر خپله ویبپاڼه په یو تازه راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي چې د طالبانو دا پرېکړه به په افغانستان کې د ښځو د روغتیا لپاره ډېر ناوړه عواقب ولري.

که څه هم طالبانو د نجونو د طبي زده‌کړو د موسسو د بندولو رسمي اعلان نه دی کړی، خو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د طبي زده‌کړو زده کوونکو نجونو ته وویل شول چې له دې وروسته دې زده‌کړو ته نه راځي.

په افغانستان کې د "ایم‌ایس‌ایف" مشر میکایل لې پایه Mickael Le Paih بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بې پولې ډاکترانو ټولنه په دې مهمه مسئله کې بې تفاوته نه شی پاتې کېدلای.

پایه وايي: طبعاً نه شو کولای په افغانستان کې د داسې یوه روغتیايي سیستم پر وړاندې بې تفاوته پاتې شو چې ښځې ګډون نه په‌کې لري. داسې یوه تګلاره به پر ټوله ټولنه، په تېره دې خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي پر چاره ناوړه اغېز ولري.

هغه وویل: "د یوې روغتیايي بشري ټولنې په توګه چې روغتیايي امکانات او کارکوونکي په تېره نرسانې او قابلې یې د افغانستان د خلکو په خدمت کې دي یوازې کولای شو چې د دې اقدام له کبله اندېښمن واوسو، خو طبعاً نه شو کولای په افغانستان کې د داسې یوه روغتیايي سیستم پر وړاندې بې تفاوته پاتې شو چې ښځې ګډون نه په‌کې لري. داسې یوه تګلاره به پر ټوله ټولنه، په تېره دې خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي پر چاره ناوړه اغېز ولري."

د ایم ایس ایف نښان
د ایم ایس ایف نښان

پایه زیاتوي چې که نجونې منځنیو ښوونځیو او لېسو ته ولاړې نه شي او په روغتیايي تعلیمي موسسو کې زده‌کړې ونه کړي نو د روغتیا د برخې راتلونکې مسلکي کارکوونکې به له کومه شي او څوک به هغو ښځو ته خدمات وړاندې کوي چې په خورا بد حالت کې دي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو لپاره اړتیا خورا زیاته ده او باید ډېرې نورې ښځېنه روغتیا پالې وروزل شي.

د بې پولې ډاکترانو د خیریه ټولنې څه باندې ۴۱ سلنه کارکوونکې ښځې دي او دا ټولنه وايي چې د روان ۲۰۲۴م کال له پیله یې له ۲۲۳۰۰ مېرمنو سره د زېږون پر مهال مرسته کړې ده.

دا ټولنه په افغانستان کې اوه پروژې لري چې په هلمند، هرات، خوست، کندهار، کندز او بامیان ولایتونو کې خلکو او په تېره د ښځو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

په طبي تعلیمي مرکزونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو، د ښځو د حقونو د مدافع ډلو او د یو شمېر حکومتونو غبرګونونه هم پارولي دي.

ملګرو ملتونو دا اقدام له ښځو سره لوی تبعیضي چلند وباله، د افغانستان د نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل، طالبانو د جنسیتي تبعیض پالیسۍ ته زور ورکړی، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا اقدام غیرعادلانه او د منلو وړ نه دی او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د طبي زده‌کړو له بندېدو سره د افغانستان راتلونکې له منځه ځي.

د افغانستان د نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

په هېواد کې دننه هم نه یوازې فعالانو او محصلانو دا کار وغانده، بلکې د کرکټ دوو مخکښو لوبغاړو راشدخان او محمدنبي هم د اعتراض غږ اوچت کړ، خو د طالبانو حکومت نه تراوسه د نجونو پر طبي زده‌کړو بندیز رسماً تایید کړی او نه یې د دې اعتراضونو په ځواب کې څه ویلي دي.

XS
SM
MD
LG