د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

یو شمېر کابل ښاریان: غږیزه ککړتیا دومره زیاته شوې، چې ښارکې عاجلې ټلیفوني اړیکې نه شو ځوابولی


د کابل ښار یوه څنډه - تصویر له ارشیفه
د کابل ښار یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

يو شمېر کابل ښاريان وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې غږيزه ککړتيا دومره ډېره شوې چې دوی ان عاجلو اړيکو ته ځواب نه‌شي ورکولی.

روح‌الله چې د کابل ښار اوسېدونکی دی ازادي راډيو ته يې وويل:

"کابل ښار کې د کراچيو پر سر لاوډسپېکرونو رقم رقم اوازونه او شور ماشور جوړ کړی، چې د خلکو په روحي وضعيت باندې بد تاثير کوي، نو موږ د ښاروالۍ څخه هيله لرو چې دوی ته يو منظم سيستم جوړ کړي ترڅو کابل ښار له دغې الودګۍ څخه وساتل شي."

د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې سيمې اوسېدونکی حکمتيار هم له غږيزې ککړتيا شکايت کوي او وايي دا ککړتيا دومره ډېره شوې چې دی حتی د ډېر شور ماشور له امله پر ټليفون اړيکو ته ځواب نه‌شي ويلی.

نوموړی زیاتوي:

"د کابل ښار کې بازارونو کې چې يو نفر تېرېږي د هغو کراچۍ‌ وانانو څخه ډېر زيات په تکليف کېږي، کوم کراچۍ وانان چې مېوې، ترکاري او نور څه خرڅوي. دوی خپلو لوډسپېکرونو ته ډېر زيات اوازونه ورکړي وي، حتی که يو نفر وغواړي چاته زنګ ووهي، هغه نه‌شي کولی چاته زنګ ووهي او خپل مشکل رفع کړي. شايد داسې کسان په‌کې وي چې ناروغ وي او دا اواز ډېر بد تاثير پرې وکړي."

تصویر له ارشیفه، یو افغان د ټلیفوني خبرو پر مهال
تصویر له ارشیفه، یو افغان د ټلیفوني خبرو پر مهال

خو پلورنکي وايي، دا کار له محبوریته کوي، چې د پېردونکو ورته پام شي.

حميدالله چې کابل ښارکې کې په لاسي کراچۍ کې بېلابېل توکي پلوري ازادي راډیو ته ېې وویل:

" حکومت نه، موږ دا تقاضا لرو چې نر غوندې موږ ته يو ځای برابر کړي، موږ هغه ځای کې کېنو. دا د لوډسپېکرونو اواز اوله خپله شخصاً پر ما بد لګېږي، خو څه وکړم مجبوريت نه، مجبوريت ډېر بد شی دی، مجبوريت نه مې لګولی دی، خپله مې دا څو ورځې اوازونه کړي، مرۍ مې اوس هم ډډ ده، مجبوريت نه دغه کار کوو وروره، موږ غواړو چې يو ځای راته برابر کړي، هلته کېنو خپله زندګي او غريبي وکړو."

دا چې د غږيزې ککړتيا مخنيوی څنګه کېدلی شي او په دې اړه د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ کومه بديله لار لټولې، په دې اړه مو د دغې ښاروالۍ د وياند نعمت‌الله بارکزي نظر وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

څو ورځې وړاندې کابل ښاروالۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې يې د غږيزې ککړتيا د مخنيوي په خاطر د يو کمپاين پر مهال له لسګونه کراچیو لوډسپېکرونه ټول کړي دي.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

غږيزه ککړتيا د انسان پر روان څومره اغېزه کوي؟

د پوهنتون استاد او ارواپوه استاد شرف الدين عظیمي وايي، لکه څنګه چې عام مکربونه او بکترياوې د انسان پر بدن او داخلي سيستم بريد کوي او اغېزمنوي يې، دغه ډول غږيزه ککړتيا د انسان پر روح او روان منفي اغېزې پرېږدي.

نوموړي دا هم وويل، غږيزه ککړتيا د انسان ذهن، عواطف او احساس سخت زيانمنوي.

عظیمي زیاتوي:

"له بده‌مرغه غږيزه کړکړتیا د دې لامل ګرځي چې انسان په اضطراب اخته شي، وسواس پيدا کړي، ذهن يې نا ارامه شي، غصه يې ډېره شي، خوب کې يې اختلال راشي، تمرکز يې له‌منځه لاړ شي او هغه هوساينه او ارامش چې ده په ګڼو کارونو لکه ورزش، لکه مطالعه، لکه نورو نورو ترلاسه کړی وي، هغه ارامش بېرته له لاسه ورکړي."

اروا پوه، شرف الدین عظیمي
اروا پوه، شرف الدین عظیمي

د يادونې ده، چې د منظم ښاري سيستم نه‌شتون او په کراچیو پلورونکو ته د توکو د پلور او پېر د مناسب ځای نه‌ موجودیت په کابل ښار کې د غږيزې ککړتيا عمده لاملونه دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې يو شمېر پلورونکو ته غرفې وېشلي دي، خو هغوی په وار وار ازادي راډيو سره خبرو کې د غرفو له لوړو کرايو شکايتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG