نن د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو سازمان په دې اړه په یو پیغام کې ویلي چې ۲۰۲۳ میلادي کال د دې یادونه ده چې پلاستیکې ککړتیا په مخنیوي کې د حکومتونو او خلکو ونډه مهمه ده.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې ۲۴ کلنه لیدا عدالت وايي، د پلاستیکې ککړتیا د مخنیوي لپاره باید د پلاستیکي کڅوړو پر ځای له کاغذي کڅوړو ګټه واخیستل شي.
هغې ازادي راډيو ته وویل: "پلاستیک د طبیعت وژونکی دی، چې له امله یې چاپېریال خرابېږي او ډېری هغه کثافات چې طبیعت ککړوي، هغه دي چې د ټرانسپورټ لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. د دغو پلاستیکونو برخلیک د کثافاتو په بڼه وي، چې بې له شکه د چاپېریال د ککړتیا لامل کېږي او ژوند، انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ته زیان رسوي. بنسټیزه او مهمه حللاره یې دا ده چې پلاستیکي کڅوړې په ټوکر کڅوړو بدلې شي."
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی ظفر مومند وايي، د چاپېریال پاکوالی د حکومتونو دنده ده خو خلک هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.
ظفر مومند وايي: "د دې ترڅنګ چې دولت مسوولیت لري خلک هم مسوول دي. په کومه سیمه کې چې خلک ژوند کوي باید هغه ځایونه پاک وساتي، ځکه سیمې د وخت په تېرېدو لوېږي نو په دې صورت کې د ککړتیا مخه نیول کېږي. د دولت کومې ادارې چې په دې برخه کې فعالیت کوي باید په رښتینې ډول په دې برخه کې کار وکړي او خلکو ته هم عامه پوهاوی ورکړي چې په خپلو همکاریو سره د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیسي."
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالي وايي، په ورځني ډول ۲۵۰۰ ټنه کثافات راټولوي چې ډېره برخه یې پلاستیک جوړوي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "د چاپېریال دښمن پلاستیک دی او په خاوره کې یې له منځه تلل ډېر وخت نیسي. موږ هره ورځ تر دوه نیم زره ټنه کثافات راټولوو، چې ډېره برخه یې له پلاستیک جوړوي، دا کثافات د ګزک په نوم سیمه کې په پوره معیاري بڼه ښخېږي، کابل ښاروالۍ د خلکو لپاره د ښه فضا او چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې په ځانګړې توګه د شنو ساحو د جوړولو په برخه کې پوره هڅې کوي او لوی پلانونه لري."
د بارکزي په خبره د د پلاستیکي کڅوړو پر ځای د کاغذي یا ټوټه یې کڅوړو د استعمال په اړه یې په پرلهپسې ډول خلکو ته عامه پوهایو ورکړی دی.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: "روان کال چې په دې برخه کې کوم فعالیتونه شوي بریالي وو، کوم عامه پوهاوی چې شوی بریالی و. زموږ پلان همدا دی هغه ټول اصول چې د هېواد والو د روغتیا لپاره مهم دي، هغه ټول به عملي کېږي تر څو موږ وکولای شو له هرې مشروع لارې څخه په استفادې د هېوادوالو روغتیا تامین کړو او هغوی ته ښه خدمات وړاندې کړو."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ۲۰۲۳ کال د پلاستیکي ککړتیا په اړه د خلکو د اقداماتو یادونه ده.
دغه سازمان ویلي چې د نړۍ په کچه هر کال ۴۰۰ میلیونه ټنه پلاستیک تولیدیږي چې نیمایي برخه یې یوازې د یو ځل کارېدو وړتیا لري.
د دې اعلامیې له مخې اټکل کېږي چې هر کال له ۱۹ تر ۲۳ میلیون ټنه پلاستیک جهیلونو، سیندونو او لویو بحرونو ته غورځول کېږي.
اعلامیه زیاتوې پلاستیکونه له یو ځل کارېدو ورسته غورځول یا سوځول کېږي چې د انسانانو روغتیا، چاپېریال او غره څخه تر سمندرونو د ژوند چاپیریال ککړوي.
د ملګرو ملتونو سازمان وایي، له دې ستونزې سره د مبارزې لپاره حکومتونه، شرکتونه او نور شریکان باید خپل اقدامات زیات کړي او د حللارې ورته ولټوي.