د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات او پر ډیورنډ نښته


په سپین بولدک کې له دروازې سره د طالبانو یو وسله وال- اکتوبر ۱۲، ۲۰۲۵. ارشیف
په سپین بولدک کې له دروازې سره د طالبانو یو وسله وال- اکتوبر ۱۲، ۲۰۲۵. ارشیف

داسې مهال چې نن جمعه د (۷ نومبر) په استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو تر منځ د خبرو د درېیم پړاو دوهمه ورځ ده، د طالبانو حکومت وایي، د پاکستاني ځواکونو له لوري د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ برید شوی او هغه اوربند چې په تېرو مذکراتو کې پرې هوکړه شوې وه، نقض شوی دی.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت رسنیز مسوول علي محمد حقمل د پنجشنبې په ورځ د نوامبر په ۶ مه ماښام ازادي راډیو ته وویل، په دې برید کې چې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی، څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني لوري یو ځل بیا دا اوربند نقض کړ او په ترکیه کې یې د شویو خبرو درناوی او قدرداني ونه کړه

"پاکستاني لوري یو ځل بیا دا اوربند نقض کړ او په ترکیه کې یې د شویو خبرو درناوی او قدرداني ونه کړه، او بیا یې برید وکړ او د درنو او سپکو وسلو څخه یې کار واخیست، او دلته یې په ولسي وګړو بې رحمانه هاوانونه او درنې مرمۍ وورولې چې تر څلورو پورې شهیدان او تر پنځو ټپیان لرو."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد هم په همدې ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د دوی ځواکونه لا تر اوسه د مذاکراتي پلاوي د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مجاهد هم ټینګار کړی چې په تېر پړاو خبرو کې دواړو لوریو تر منځ د اوربند د غځېدو او د تجاوز په نه کېدو هوکړه شوې وه.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې ډزې د طالبانو له خوا پیل شوې او د دوی ځواکونو یې په غبرګون سنجول شوی او مسوولانه ځواب ورکړ.

ډزې د طالبانو له خوا پیل شوې او د دوی ځواکونو یې په غبرګون سنجول شوی او مسوولانه ځواب ورکړ

په سپین‌ بولدک ولسوالۍ کې د لقمان په سیمه کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه خپرېدو په شرط ازاي راډیو ته وویل:

"ډزې د ماسپښین شاوخوا څلور بجې پیل شوې. په پیل کې سپکې وسلې وکارول شوې، خو وروسته دوه تر درې توغندي هم وویشتل شول. یو توغندی په هغه مارکېټ ولګېد چې چینایي توکي پکې خرڅېدل، بل زعفراني پلازا ته نږدې ولګېد، او څو نور راکټونه د بازار په بېلابېلو برخو کې ولګېدل. دا ټول د پاکستاني ځواکونو له خوا ویشتل شوي وو."

سرچینه ادعا کوي، چې بریدونه وروسته له هغې وشول چې طالبانو د سپین‌بولدک ولسوالۍ د لقمان په سیمه کې په یوه واده کې هوايي ډزې وکړې، او ممکن پاکستاني ځواکونو ګومان کړی وي چې پرې برید شوی، نو ځکه یې د دې ناسم ګومان له امله ډزې کړې وي.

ازادي راډیو په خبلواک ډول د دې خبرې کره والی نه شي تاییدولی.

د یادونې ده چې د طالبانو او پاکستان حکومت پلاویو د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د قطر په منځګړیتوب دوحه کې لومړي پړاو خبرو کې په اوربند هوکړه کړې وه او د اکتوبر له ۲۵ تر ۳۰ مې په استانبول کې په دوهم پړواو خبرې کې بیا د دغه اوربند په دوام او دریم پړواو خبرو ترسره کېدو توافق وشو.

د اوربند د ماتېدو دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې ټاکل شوې نن جمعه (د نومبر ۷ مه) هم استامبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ درېیم پړاو خبرې دوام وکړي، او د اړتیا په صورت کې ښايي وغځېږي.

د خبرو درېیم پړاو پرون ( د نومبر ۶ مه) پیل شوی، چې د طالب پلاوي مشري د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق کوي.

د طالبانو حکومت د پلاوي په ترکیب کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال رحمت‌الله نجیب، په قطر کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سهیل شاهین، د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، او د دې وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي هم شامل دي.

د پاکستان د پلاوي مشري هم د هغه هېواد د استخباراتو مشر عاصم ملک کوي.

د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې چې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، درې ورځې بې نتیجې پای ته ورسېدې، او دواړو لوریو یو بل د خبرو د پرمختګ په برخه کې په نه همکارۍ تورن کړل.

خو دې خبرو د دوه نورو ورځو لپاره هم دوام وکړ چې بیا د اوربند د دوام پر هوکړې پای ته ورسیدې، او په دریم پړاو خبرو ترسره کېدو هم توافق وشو.

دا خبرې اترې تر هغه وروسته پیل شوي چې پاکستان د « اکټوبر په ۹مه» په کابل او پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې ګڼو ملکي افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو حکومت چې دغه بریدونه یې د افغانستان د هوایي حریم نقض وباله، د غچ اخیستنې لپاره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان پرامنیتي مورچلو پراخ بریدونه وکړل چې په پایله کې یې دواړو اړخونو کې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شول.

XS
SM
MD
LG