خبرونه
طالبان وايي، په کندوز کې یو انتحاري هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی
په کندوز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې نن (جمعه) یو شکمن ځانمرګی بریدګر د دغه ښار د دورې د بزګشۍ میدان ته نژدې وژل شوی دی.
د کندوز د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، جمعهالدین خاکسار، نن ځايي رسنیو ته ویلي چې سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د ښار د اتمې امنیتي حوزې د دورې پر سړک هغه مهال چاودنه وشوه چې د ده په وینا، بریدګر خپل چاودیدونکي توکي مخکې تې دې چې ځان هدف ته ورسوي، وچاودول او په ځای ووژل شوی .
د خاکسار په وینا، په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی او په دې اړه پلټنې روانې دي چې احتمالي ځانمرګی په کومې ډلې پورې تړاو درلود.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکايي او اسراییلي چارواکو وايي، په مکسیکو کې د اسراییل د سفیرې د وژلو دسیسه یې شنډه کړې
امریکایي او اسراییلي چارواکو ویلي چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) د یوه پلان مخه نیول شوې ده چې هدف یې په مکسیکو کې د اسراییل د سفیرې وژنه وه.
اکسیوس ویبپاڼې د جمعې په ورځ، (د لړم په ۱۶مه) په یوه راپور کې لیکلي چې دا پلان د سپاه د قدس ځواکونو د یوې ځانګړې برخې لهخوا، چې « ۱۱۰۰۰ټولی» نومېږي، جوړ شوی و — هماغه قطعه چې په تېرو میاشتو کې یې د اروپا او استرالیا په کچه د اسراییلي او یهودي هدفونو د برید پلانونه جوړ کړي وو.
د امریکایي چارواکو په وینا، دا عملیات د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې پیل شوي وو او د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ نیمایي تر منځیو پورې روان وو. د دې پلان هدف د اسراییل سفیره عینات کرانتس نایګر وه، چې اوس مهال په مکسیکو کې د اسراییل د دولت استازې ده.
اکسیوس د خپلو سرچینو له قوله زیاتوي چې د پلان د عملي کولو مسوول د « ۱۱۰۰۰ټولي» یو مامور و، چې کلونه یې په وینزویلا کې د ایران په سفارت کې د ایرانپلوو عناصرو د راجلبولو او روزنې چارې ترسره کړې وې، او وروسته تهران ته ستون شوی و.
امریکایي چارواکو د فرانسې او رویټرز خبري اژانسونو ته ویلي چې «دا پلان شنډ شوی او اوس هېڅ ډول ګواښ نه شته.»
د ملګرو ملتو په مرکز نیویارک کې د ایران دایمي استازولۍ تر اوسه په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې د بنګله دېش تر نولس کلنې لوبډلې څخه د څلورو یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله.
افغان لوبغاړو پرون (جمعه) په وروستۍ یا پنځمه پنځوس اوره سیالي کې د ۴۸ منډو په توپیر خپل بنګالي سیالان مات کړل.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ لومړۍ مسابقه بنګله دېش وګټله، دوې سیالۍ د باران له کبله لغوه شوې خو دوې نورې افغانستان وګتلې.
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله له مراکش سره مخامخ کېږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله نن (شنبه) د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په ترڅ کې له مراکش سره مخامخ شي.
افغان لوبډله په ( بي) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای ده. تاجکستان ته یې نهه پر پنځو ماتې ورکړې ده، له ایران سره یې د پنجشنبې په ورځ سیالي دوه پر دوه مساوي کړه.
که افغان لوبډلې نن مراکش ته ماته ورکړه، د دې سیالیو بل پړاو ته وځي.
دا لوبې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې روانې دي.
د اسلامي پیوستون لوبو په ترڅ کې د اووه پنځوس اسلامي هیوادونو څه باندې درې زره لوبغاړي په نولس بیلابیلو ورزشي څانګو کې سیالۍ سره کوي.
ترکمنستان د افغانستان د شمال زلزله ځپلو ته مرسته واستوله
ترکمنستان وايي، د افغانستان زلزله ځپلو ته یې افغانستان ته مرسته واستوله.
د ترکمنستان د نړیوال معلوماتي مرکز د راپور له مخې، د دغه هیواد د بشري مرستو کاروان پرون (جمعه) له ترکمنستان څخه د افغانستان پر لور روان شو.
په دې کاروان کې، چې له ۴ لاریو جوړ و، درمل، طبي وسایل، کالي او خوراکي توکي شامل دي.
دا بشري مرسته د ترکمنستان د خلکو د شورا یا پارلمان د رییس په لارښوونه د قربانقلي بیرديمحمدوف د خیریه بنسټ لهخوا استول شوې ده.
د افغانستان په شمال کې وروستۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.
تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، په ایبک ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد پلاوي په استانبول کې یې طالبانو ته خپل وړاندیزونه سپارلي
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ نن خبرې نن په دوهمه ورځ هم دوام لري.
راپورونه وايي چې دا خبرې د استانبول په کونراد هوټل کې پیل شوي او خبریالانو ته احازه نه ورکول کېږي چې د خبرو ځای ته ورشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی طاهرحسین اندرابي نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستاني پلاوي خپلې غوښتنې منځګړو ته سپارلي چې له افغان لوري سره پرې خبرې وکړي.
ده د پاکستان د غوښتنو په اړه ډېر جزییات وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې کره ثبوتونه یې له منځګړو سره شریک کړي دي.
دا له کله چې د دواړو خواوو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، د دواړو خواوو ترمنځ درېیم پړاو خبرې دي چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب کېږي.
د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.
بل لور ته یو شمیر پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د دیپلوماتیکو او امنیتي سرچینو په قول ویلي چې تر دې دمه په خبرو کې پرمختګ شوی او احتمال شته چې دا خبرې سبا هم دوام وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه تازه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
په کندهار کې ۷ تنه په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شول
د کندهار ولایت په میوند ولسوالي کې نن سهار (جمعه) په یوه ترافیکي پېښه کې اووه تنه مړه شوي دي.
د کندهار د پولیسو ویاند ملا اسدالله جمشید رسنیو ته وویل، دا پېښه د میوند ولسوالۍ د توري په سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو «فیلډر» موټر له یوه باروړونکي ټرېلر سره ټکر شو.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې اووه تنه، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم په کې شامل دي، مړه شوي دي.
جمشید د دې پېښې علت د موټرچلوونکوبې احتیاطیي وبلله.
په بلغاریا کې د یوه موټر په ټکر کې ۶ کډوال مړه شوي
د بلغاریا د دولتي خبري اژانس (BTA) د راپور له مخې، د پنجشنبې په شپه د پولیسو له تعقیب وروسته د یوه موټر د ټکر له امله شپږ مهاجر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د تور سمندرګي بورګاس ښار ته نژدې شوې ده.
د سرحدي پولیسو مشر، کمېشنر انتون زلاتانوف، د بيټيوي ټلوېزیون ته ویلي چې دغه موټر، چې د رومانیا نمبر پلېټ درلود، لس کسان وړل، خو د تلاشي پر مهال یې د درېدلو امر ته پام ونهکړ او د تېښتې هڅه یې وکړه.
د هغه په وینا، شپږ تنه د پېښې په ځای کې سمدستي مړه شوي، خو د موټر چلوونکي ــ چې رومانیايي تبعه دی ــ او درې ژوندیو پاتې شويو مهاجرو لومړنۍ درملنه ترلاسه کړې ده. د بلغاریا د خبري اژانس د راپور له مخې، اټکل کېږي چې ژوندي پاتې شوي کسان افغانان وي.
افغانستان د هانګ کانګ په ۶ اوره سیالیو کې دواړه سیالۍ وګټلې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د هانګ کانګ د شپږ اوره سیالیو دوهمه سیالي هم وګټله.
د افغانستان لوبډلې نن د جنوبي افریقا له لوبډلې څخه شپږ اوره سیالي د ۴۹ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان د شپږ اوره لوبډلې کیپتان په دې سیالي کې پنځوس منډې وکړې.
تر دې وړاندې افغانستان نن په لومړۍ لوبه کې نیپال ته په ۱۷ منډو ماته ورکړه.
افغانستان د توپ وهنې پریکړه وکړه او په ټاکلو ۶ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۱۲ منډې جوړې کړې. د لوبې پیلکوونکي کریم جنت په ۱۰ توپونو ۳۵ منډې وکړې، فرمنالله صافي ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، او د لوبډلې کپتان ګلبدین نایب ۲۲ منډې ترلاسه کړې.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د شمال زلزلې تر ۱۳۰۰ ډېر کورونه نړوالي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روانې اوونۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې د افغانستان په شمال کې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.
د راپور له مخې، تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم زیات اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، د ایبک په ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.
د روغتیا نړیوال پروګرام ویلي چې د سمنګان د ولایتي روغتون، د بازار سوخته ولسوالۍ روغتون، او د دغه سازمان په ملاتړ د بلغالي د لومړنۍ روغتیا کلینیک په شمول ۲۱ روغتیایي تاسیسات زیانمن شوي دي.
راپور زیاتوي چې د بیړني غبرګون ډلې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو بشري شریکانو په ملاتړ ژر تر ژره اغېزمنو سیمو ته واستول شوې چې د ټپیانو د درملنې ترڅنګ، بیړني توکي او او رواني ملاتړ برابر کړي.