د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۳

د افغانستان او پاکستان پلاوي نن استانبول کې دریم پړاو خبرو ته کیني


دوحه کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني حکومت د اوربند تړون، ارشیف
دوحه کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني حکومت د اوربند تړون، ارشیف

د طالبانو د حکومت او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو نن پنجشنبه د ترکیې په استانبول ښار کې پیلېږي.

استانبول نن بیا د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو د خبرو کوربه دی.

دا دواړه پلاوي نن پنجشنبه، د لړم ۱۵ مه په درېیم پړاو خبرو کې برخه اخلي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق او د پاکستان د پلاوي مشري هم د پاکستان د استخباراتو رئیس عاصم ملک کوي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلویزیون دا خبر د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.

طلوع نیوز خصوصي تلویزیون راپور ورکړی چې د عبدالحق وثیق په مشرۍ د طالبانو پلاوی یوه ورځ مخکې استانبول ته رسېدلی دی.

دغه رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال رحمت‌الله نجیب، په قطر کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سهیل شاهین، د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي،، او د دې وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي هم شامل دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر سیاسي شنونکي که څه هم د دغو خبرو د سم دیستي لاسته راوړنو په اړه په احتیاط سره نظر څرګندوي خو بیا هم دا پړاو خبرې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو لپاره مهمې بولي.

له دې ډلې سمیع یوسفزي ازادي رادیو ته وویل" که څه هم خبرې په یو ډیر حساس ځای کې ستونزو سره مخ شوې، خو په هر حال، خبرې په همدې مانا دي چې یوه حل لاره تر لاسه شي، زه فکر کوم چې له پوځي نښتو وروسته دواړه لوري لا هم غوسه دي، او لا هم د جګړې د اولې او دوهمې ورځې تر اغیز لاندې دي، د دواړو خواوو د خلکو په فکر کې هم څه خبرې شته، خو دواړه خواووې په دې باور دي چې جګړه او ناورین کومه پایله نه لري. "

د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، د خبرو درې ورځنۍ بې نتیجې پای ته ورسېدې، او دواړو لوریو یو بل د خبرو د پرمختګ په برخه کې په نه همکارۍ تورن کړل. خو دې خبرو د دوه نورو ورځو لپاره هم دوام وکړ چې د اوربند د دوام پر هوکړې پای ته ورسیدې، او په دریم پړاو خبرو ترسره کېدو هم توافق وشو.

په دې اړه په ګډه اعلامیه کې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوه، راغلي وو چې ټولو لوريو د اوربند په دوام هوکړه کړې او اجرایي جزئیات به یې په لوړې کچې غونډه کې چې د نومبر په ۶ په استانبول کې کېږي، وروستۍ شي.

دغه خبرې د دوحې د غونډې په دوام دي چې د اکتوبر په ۱۹ ترسره شوې وشوې.

طالبانو ویلي چې اسلام‌اباد له دوی غوښتي دا تضمین وکړي چې د افغانستان له خاورې په دوی هېڅ ډول برید نه کېږي.

داسې مهال چې د طالبانو حکومت په څو ځلي ټینګار کړی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې پر پاکستان او نورو هېوادونو برید وشي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا (ټي ټي پي) غړي د افغانستان په خاوره کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت وايي (ټي ټي پي) د پاکستان خپله کورنۍ موضوع ده او دوی پورې اړه نه لري.

دا خبرې وروسته له هغې دي چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د اکتوبر په ۱۱ مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې پاکستان د کابل هوايي حریم نقض کړی او په پکتیکا کې یې پر ملکي وګړو هوایي بریدونه کړي دي.

وروسته د دیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو تر منځ نښتې وشوې چې طالبانو «انتقامي بریدونه» وبلل. په دې نښتو کې دواړو لورو یو بل ته د تلفاتو د اوښتلو راپور ورکړ، او د لسګونو ملکيانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه هم خپاره شول.

له دې نښتو راهیسې ټولې لارې بندې دي، یوازې د تورخم او سپین بولدک لارې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د روانې اونۍ په پیل کې ویلي تر کومه چې د طالبانو حکومت سره خبرې بشپړې نه شي، د ویزو د صادرېدو په ګډون به افغانستان سره ټولې چارې ځنډېدلې وي، خو په خبره یې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر به دوام وکړي.

د استانبول د درېیم پړاو خبرو په درشل کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ دار هیله څرګنده کړې چې د نومبر د شپږمې نېټې خبرې پایله ورکړي.

XS
SM
MD
LG