نن د مارچ ۲۲مه د اوبو نړیواله ورځ ده.
په داسې حال کې چې نن د مارچ ٢٢مه د اوبو نړیواله ورځ ده، یو شمېر افغانان د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او د اوبو له کمښت شکایت کوي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکي احمد شاکر ازادي راډيو ته وویل چې دوی او د سیمې نور اوسېدونکي د څښاک اوبه په ډېرو ستونزو ترلاسه کوي.
هغه وویل: "زموږ په سیمه کې اوسمهال خلک له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. زموږ خویندې، نجونې او هلکان ټول له بوشکو او کراچۍ سره د څښاک په اوبو پسې سرګردانه دي."
د مزارشريف اوسېدونکې نازنين هم وايي چې د دوی په سيمه کې خلک نه يوازې د اوبو له کمښت سره مخ دي، بلکې د نلونو اوبه هم مالګینې او کله خړې وي.
نوموړې وويل: "په کومه سیمه کې چې موږ ژوند کوو، د ټولو کورونو د نلونو اوبه مالګينې دي او ځينې کورونه اوبو ته سم لاسرسى هم نه لري."
خو له پوښتنې سره سره دوی، خپلې اصلي سیمې مشخصې نه کړې چې دا ستونزه د یادو ولایتونو په کومو سیمو کې ده.
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر محمد نصرت په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ځواب نه کړې.
خو په کابل کې د طالبانو حکومت د اوبو رسولو ریاست مسوول شفیع الله زاهدي په پلازمېنه کې د اوبو کمښت د ستونزې په تایید سره ازادي راډیو ته یې وویل چې د وچکالۍ دوام او د نړیوالو پروژو ځنډ دغه ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.
زاهدي وویل: "اوسمهال موږ ۲۰-۲۵ سلنه کابل ښاریانو لپاره اوبه چمتو کوو، هغه هم په وقفه يي توګه، دا وقفه په ځینو ځایونو کې یوه ورځ، دوه ورځې او ان درې ورځو ته رسېږي. زموږ هڅه دا ده هغه ځایونو کې چې اوبه ډېرې کمې دي څاه وکیندو."
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ملي اداره، چې د افغانستان د اوبو سرچینو د کیفیت د کنټرول مسوولیت لري، وايي چې د اوبو د سرچینو د کیفیت معلومولو لپاره، لابراتوارونه او اسانتیاوې نه لري.
د دې ادارې سرپرست انجنیر بصیر امین ازادي راډيو ته وویل: "په دقیق ډول د افغانستان د اوبو سرچینو د ازمایښت لپاره باید لابراتوارونه موجود وي، د دې ټکي په پام کې نیولو سره چې په ډېرو ولایتونو کې چې د اوبو سرچینې شته، د اقلیم د بدلون یا جګړې او د وسلو او ډول ډول کیمیاوي موادو د استعمال له امله باید و ازمویل شي."
په افغانستان کې د اوبو د کمښت لاملونه تر ډېره وچکالي، د اوبو د بندونو نشتوالی او د اوبو ډېر مصرف بلل کېږي.
د چاپېریال ساتنې د برخې یو پوه احمد جاوید نوري وايي: "حکومتونه باید له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو اوسني سیاستونه حل کړي. د نورو هېوادونو له کارپوهانو او تجربو څخه کار واخیستل شي. ذخیره یې بندونه جوړ شي او د څښاک او کرنې لپاره د اوبو رسولو سیستمونه دې ورغول شي."
د اوبو نړیواله ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲م کال د ملګرو ملتونو سازمان لخوا مطرح شوه او له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل شول چې دا ورځ خلکو ته د اوبو په اړه د پوهاوي په خاطر ونمانځي.
نو د مارچ ۲۲مه اوس هر کال د پاکو اوبو اهمیت ته د پام اړولو او د پاکو اوبو د سرچینو له دوامداره مدیریت څخه د ملاتړ په موخه نمانځل کېږي.
ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۳م کال د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت د 'د اوبو بحران د حل لپاره د بدلونونو تسریع' تر شعار لاندې خلک وهڅوي چې په خپل ژوند کې د اوبو د کارولو او مدیریت طریقه بدله کړي.
د دغه سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه ټویټ په خپرولو سره له ټولو غوښتي چې د انساني ژوند له دغه حیاتي عنصر څخه د دوامدارې استفادې او مدیریت په اړه فکر او اوبو ته د ټولو د عادلانه لاسرسي لپاره اقدام وکړي.
هغه دا هم لیکلي چې اوسمهال په نړۍ کې دوه میلیارده خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
بل خوا نړیوال بانک د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په اوسنیو کړنو سره به نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې اټکل شوې غوښتنې او شته اوبو ته په پام، ۴۰ سلنه کمښت سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو اعلان کړی چې سږ کال د اوبو نړیواله ورځ د اوبو او روغتیا ساتنې د کړکېچ د حل په موخه د بدلونونو پر چټکولو متمرکزه ده او د دې ورځې په مناسبت په یوه کنفرانس کې هڅه کوي چې د اوبو بحران لپاره د حل لارې ومومي.
دغه کنفرانس به د مارچ له ۲۲مې څخه تر ۲۴مې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړ شي.
د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې اوسمهال ډېری هېوادونه د اوبو پر زېرمو بې ساري فشارونه راوړي.
ویل کېږي، دا چې د نړۍ نفوس په چټکۍ سره وده کوي، د اوبو کمښت په نړۍ کې یو له سترو ګواښونو څخه ګڼل کېږي.