د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

پاکستاني پوځیانو نن د کندهار پر سپین بولدک ډزې کړې


د اکتوبر ۱۶- سپین بولدک-د پاکستاني ځواکونو تر برید وروسته سپین بولدک
د اکتوبر ۱۶- سپین بولدک-د پاکستاني ځواکونو تر برید وروسته سپین بولدک

فرانس پریس اژانس د پوځي سرچینو او عیني شاهدانو په وینا خبر ورکړ چې د اوربند سربیره پاکستاني پوځیانو پر افغانستان ډزې کړې دي. طلوع نیوز خبر ورکړی چې پاکستاني ځواکونو د پنځو بجو خواته په سپکو او درنو وسلو حمله کړې ده.

د ځینو راپورونو له مخې یو توغندی پر یوه مارکیټ او بل پر یوه کور لګیدلی دی. په دې پیښه کې د دوو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوې دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د استازیو ترمنځ په استانبول کې دریم پړاو خبرې پيل شوې.

دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې دي او ځیني سرچینې خبر ورکوي که چیرته اړتیا وه؛ ښایي نورې هم تمدید شي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.

د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.

XS
SM
MD
LG