پاکستان تحریک انصاف په ملک کې د عامو انتخاباتو یوه کال پوره کېدو پرمهال توره ورځ لمانځي.
پېښور کې د ناز سنیما د ړنګو کار دوام لري. پر ځای یې طبي مرکز جوړیږي
د اسټرالیا د بشري مرستو ټولنې په خوست کې له ۵۰۰ بې ځایه شویو او کډوالو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته کړې ده. منتظمین وايي چې د مرستو په ترلاسه کوونکو کې نیمايي له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي
د پاکستان په ګډون د هغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې هم د پولیو واکسیني کیمپېن روان دی. دا اووه ورځنی کیمپېن د فبرورۍ پر درېیمه پیل شو. په کشمیر کې روغتیايي کارکوونکي وايي
د فبرورۍ پر ۱۹مه په پاکستان کې د کرکټ د اتلانو جام سیالۍ پیلېږي. دا لوبې په کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ کې ترسره کېږي.
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک د خوراک کولو لپاره مختلفې طریقې او دودونه لري. د مثال په ډول پښتانه او د جنوبي اسیا او عربي هېوادونو زیاتره وګړي په لاسونو خوراک کوي خو په چین کې خلک بیا په ځانګړو ډکو (چې چاپ سټېکس نومېږي) خواړه خوري.
د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي چې په پاکستان کې دې د وسلوالو پر ضد د هدفي عملياتو ترڅنګ له هغوی سره مذاکرات هم پرمخ يوړل شي. نوموړي د فبرورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ روان حالت د اندېښنې وړ دی. بشپړه مرکه وګورئ.
د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي چارو ادارې (یونېسکو) د نکریزو دود په ۱۶ عربي هېوادونو کې د کلتوري میراث په توګه پېژندلی دی. په مراکش (المغرب) کې ښځو دا دود له پخوا راهیسې ژوندی ساتلی دی.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر پاکستاني ریاست غږ کړی دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې دې قامي تګلاره (نیشنل اېکشن پلان) په بشپړ ډول عملي کړي. هغه د فبرورۍ پر څلورمه نېټه د خیبر پښتونخوا په کرک کې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې ګوند یې له وسلوالو سره د خبرو مخالفت کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان د کرکټ بورډ ویلي دي چې روانه میاشت یې د اتلانو جام په نوم د یو ورځنیو سیالیو لپاره د کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ په لوبغالو کې د بیارغونې چارې بشپړې کړې دي. ټاکل شوې چې د پاکستان په کوربه توب هغه سیالۍ د فبرورۍ له ۱۹مې پیل شي. نور د رویټرز اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي چې کورني او بهرني کاروباریان د هغه هېواد په معدني کانونو کې پانګونې ته وهڅوي. هغوی غواړي چې له ځمکلاندې شتمنیو ګټه واخلي. خو کارپوهان په دې اړه خبرداري هم ورکوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
روسیې د اوکراین د یو ښار د نیولو هڅه کوي خو اوکرایني پوخیانو یې هغه هڅې ناکامې کړي دي
نور وښیئ