پر عليوزير کومې مقدمې جوړې شوې او هغه ولې نه خوشې کېږي؟
اسلام اباد مېشته افغانان د وېزو نوي کېدل غواړي
د مشال راډیو خبریال نیاز علي د دې غونډې په اړه تفصیل وړاندې کوي.
د خوست ولایت په صحرا باغ په لوبغالي کې د کرکټ ۱۰ اوریزو سیالیو د ټورنامنټ پایلوبې د سیمې د قهرمان په نامه لوبډلې ګټلي دي. هغه سیالۍ دوه میاشتې مخکې پيل شوې وې چې د ولایت او ولسوالیو ۱۲ کرکټ لوبډلو پکې ګډون کړی وو.
ایران تر څو ګوزارونو وروسته تر بل هر وخت کمزوری او زیانمن شوی دی. ایران له لسیزو راهیسې د امریکا او اسراییلو پر ضد د خپلو نیابتي او ايتلافي ډلو جوړولو لپاره کار کړی دی.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د ناامنۍ او پښتنو ستونزو په اړه په کوټه کې درې ورځنۍ جرګه پیل کړې ده. دا جرګه د جنورۍ پر ۲۴مه پيل شوې، چې پکې د ګوند غړو، نورو سیاسي استازو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی دی.
د جنورۍ پر ۲۲مه د خوست په مرکزي زندان کې ۶۰ بندیانو ته د کسبونو د ښوولو پروګرام پیل شو. د زندان چارواکي وايي، له دې يې هدف تر سزا پوره کېدو وروسته هغه کسان ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه ور ستنول دي. نور په ویډيويي رپورټ کې.
د پاکستان په لوړو زده کړو کمېشن کې د افغان بورسونو د څانګې مشر جهانزېب خان وزير وايي چې د جنورۍ پر ۲۵مه او ۲۶مه به له هغو زرګونو افغان زده کوونکو څخه ازموينې اخلي چې د دغه هېواد شاوخوا ۴،۵۰۰ بورسونو ته يې غوښتنليکونه ورکړي دي.
د کورمې اوسېدونکو په پېښور کې د یوې مظاهرې له لارې په بګن کې د روانو عملیاتو درولو او هلته د شويو تاوانونو د ازالې غوښتنه کړې ده.
"دا ولې؟" د سولې د هغو ۱۰ سندرو له ټولګې څخه ده چې د مشال راډیو په مالي او تخنیکي مرسته تیاره شوې ده. تاسې کولای شئ چې دا ویډیويي سندره وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ. سندرغاړی: جلال خان یوسفزی، شاعر: عبدالرحیم روغانی او کمپوز: هارون باچا
"اخري جنګ" د سولې د هغو ۱۰ سندرو له ټولګې څخه ده چې د مشال راډیو په مالي او تخنیکي مرسته تیاره شوې ده. تاسې کولای شئ چې دا ویډیويي سندره وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ. سندرغاړی: ظفر فاروق، شاعر: دروېش درانی او کمپوز: هارون باچا
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت وايي چې په هغه ګوند کې له پښتنو مشرانو سره د ژبني تعصب پر اساس توپیر پالل کېږي. نوموړي د چا نوم وانخیست. له نوموړي سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
نور وښیئ