خیبر پښتونخوا کې د هلکانو او جینکو د سپورټس میله دوام لري. په دې لوبو کې۳۵۰۰ لوبغاړي برخه اخلي، چې پکې له ۱۰۰۰ زیاتې جینکۍ هم شاملې دي. په سیالیو کې برخه اخیستونکي جینکۍ وايي، که ورته دا ډول موقع ورکړل شي، نو د کور کارونو او زده کړو ترڅنګ په لوبو کې هم نوم جوړولی شي. ویډیویي رپورټ
د پېښور په ایډورډز کالج کې د فبرورۍ په ۲۱مه د "ټروې" په نوم تیاتر ډرامه د نندارچیانو ته وړاندې شوه. د یاد کالج د ډرامېټیک سوسایټي په وینا، هر کال په کالج کې یوه نوې ډرامه نندارې ته وړاندې کې
د اوکراین په ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي باندې د صدر ډانلډ ټرمپ له نیوکو وروسته غبرګونونه دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ زېلېنسکي دیکتاتور بللی وو چې په وینا کې هغه له ۲۰۲۲ز کال راهسې انتخابات نه دي کړي. په دې اړه د امریکا غږ د خبریالې کیترین جېپسن ویډیویي رپورټ ارباب محمود علي پښتو کړی دی.
په خوست کې په وروستیو کې د اندامونو د ښکلا او ورزش یوشمېر کلبونه فعال شوي دي او ورته سلګونه ځوانان د تمرین لپاره ورځي. ورزشکاران وايي، دا سپورټ د فکري سکون، صحت، د وزن کنټرول او کاري وړتیا لپاره ګټور دی. د اندامونو د ښکلا ورزشکاران البته د وسایلو او مسلکي روزونکو د زیاتولو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.
د مشال راډیو خبریال عمر دراز وزیر په دې اړه رپورټ وړاندې کوي
په بنګلادېش کې تېر کال د زده کوونکو په مشرۍ تر پاڅون وروسته اوس نوي حکومت د ښوونځيو د نصابي کتابونو بدلول پیل کړي دي او پکې تاریخ په مختلف انداز بیانوي. دې کار د زده کوونکو میندې او پلرونه اندېښمن کړي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په خوست کې د فبرورۍ پر ۱۹مه د زنداني ماشومانو لپاره تفریحي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام جوړ شوی وو. پروګرام د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست جوړ کړی وو چې پکې د شخصي ښوونځیو زده کوونکو د زنداني ماشومانو لپاره اصلاحي ډرامې (تمثیلونه) او ترانې وړاندې کړې. ویډیويي رپورټ.
د باړی اوسیدونکې مهناز اپرېدۍ یو کلنه وه چې پولیو ووهله او په دواړو پښو مغذوره شوه. هغه وایي له ماشومتوبه له کړاونو سره مخ وه خو همت یې و نه بایلو او اوس دې ځای ته ورسېده چې اوس د نورو معذورو ښځو سره مرسته کوي. هغه معذوره ښځو ته ورزشونه او لوبې ورزده کوي. د مهناز اپرېدۍ د ژوند کیسه په ویډیو کې
په کراچۍ کې د پاکستان او نیو زیلینډ ترمینځ د اتلانو جام لومړۍ سیالي کېږي. د فبرورۍ پر ۱۹مه د ښار په ملي لوبغالي کې د لوبې لیدو ته ګڼ خلک ورغلي. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ..
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نېزې یا څانګې وهلو سیالۍ شوې دي چې پکې ۶۰ لوبډلو او ۲۰۰ لوبغاړو ګډون وکړ. د فبرورۍ ۱۸مې سیالۍ د اسلام اباد ضلعي انتظامیې تنظیم کړې وې چې لیدو ته یې ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د یوه بهرني خیریه بنسټ په مرسته پر سلو معیوبینو وېلچېرونه ویشل شوي دي. معیوبینو په دې خوښي څرګنده کړه چې د دې ویلچېرونو په واسطه به يې نېزدې ځایونو ته تګ راتګ اسانه شي.
په پېښور کې معذورانو د خپلو غوښتنو لپاره د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده. احتجاجیانوپه سرکاري نوکریو کې د ځانګړې برخې زیاتولو، په دفترونو کې د معذورانو لپاره د اسانتیاوو، او د مخصوصو لارو جوړولو غوښتنې کړې دي. پر دې
نور وښیئ