د کورمې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د روان کال په پیل کې په سیمه کې د سولې موافقې د عملي کولو لپاره چټک او کوټلي اقدامات وکړي. په هغه موافقه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د ترینګلتیا ختمولو لپاره په سیمه کې د مورچو ختمولو، وسلو غونډولو پرېکړې شوې وې. د نبي جان او ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ.