د مراکش ښځو د نکریزو لرغونی دود ژوندی ساتلی
د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي چارو ادارې (یونېسکو) د نکریزو دود په ۱۶ عربي هېوادونو کې د کلتوري میراث په توګه پېژندلی دی. په مراکش (المغرب) کې ښځو دا دود له پخوا راهیسې ژوندی ساتلی دی. هلته ښځې د حامله کېدو په ګډون په بېلابېلو خوشالیو کې په لاسونو او پښو نکریزې پورې کوي. په هغه هېواد کې ډېری ښځې د نکریزو ښایسته نقاشي هم کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.