خوست کې خلکو د سړک جوړونې لپاره اشر کړی دی
د خوست د تڼیو ولسوالۍ اړوند د ګربزو صحرا کلي اوسېدونکو د څلور کېلومیټره سړک د هوارولو او جوړولو لپاره اشر کړی دی. په هغه کلي کې شاوخوا ۱،۰۰۰ کورنۍ اوسي او خلکو به پر کنډ کپر سړک تګ راتګ کاوه. د لویې پکتیا په ګډون د افغانستان په زیاتره پښتون مېشته سیمو کې خلک د اشرونو له لارې لویې چارې ترسره کوي. ویډیويي رپورټ.