پېښور کې معذورانو د غوښتنو تر منل کېدو پورې د احتجاج جاري ساتلو هوډ ښوولی
په پېښور کې معذورانو د خپلو غوښتنو لپاره د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده. احتجاجیانوپه سرکاري نوکریو کې د ځانګړې برخې زیاتولو، په دفترونو کې د معذورانو لپاره د اسانتیاوو، او د مخصوصو لارو جوړولو غوښتنې کړې دي. پر دې موقع حکومتي چارواکو له دوی سره مذاکرات وکړل ، خو معذورانو وویل چې تر هغې پورې به يې احتجاج جاري وي ترڅو ورته د غوښتنو پوره کولو پوخ ضمانت نه وي ور کړل شوی. ویډیویي رپورټ