د اسراییلو او حماس ترمينځ د بندیانو د تبادلې او د اوربند تر موافقې وروسته دواړو خواوو د يو بل ځينې بنديان خوشې کړي دي. د جنورۍ پر ۲۰مه د هغو بنديانو تر خوشې کېدو وروسته په اسراييل او فلسطين کې خلکو د کورنيو د غړيو او خپلوانو په ليدو خوشالۍ وکړې.
د خیببر پښتونخوا حکومت وايي له کورمې سره نېږدې په هنګو ضلع کې د بګن د هغو کډوالو لپاره کېمپ جوړوي چې له روانو پوځي عملياتو کډه کېږي.
ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه د دندې لوړه کړې. نوموړي د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې خپلې ډېموکراټې سیالې کاملا هیرېس ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړه. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د نېدرلینډز (هالینډ) په پلازمېنه امسټرډام (ایمسټرډم) کې د غاټول د ګلانو د ملي ورځې له لمانځلو سره په هېواد کې د ګلانو د موسم رسماً پیل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د هغه ښار د جوړېدو ۷۵۰مه کلیزه هم لمانځل کېږي.
د بوسنیا هرڅوګوینا پخوانۍ سندره او موسیقي چې سېودالېنکا نومېږي، د ملګرو ملتونو د میراثونو په فهرست کې شامله شوې ده. د دې هېواد په پلازمېنه سرایېوو کې هنرمندان وايي چې دا د عثمانیې سلطنت د وخت سندره ده
"د سوات خلکو د پوځي چاوڼۍ او کینټ جوړولو پر ضد مظاهره وکړه"
د جنورۍ په ۱۷مه، په خوست کې د شیخ زاید په نوم د والیبال یو نوی خصوصي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د چین شینجیانګ (سینکیانګ) اویغور خپلواکه سیمه کې د پخوا په څېر سږکال هم د نوي کال ژمنۍ مېله وشوه، چې پکې ځايي خلکو یو شمېر کلتوري او دودیزې سیالۍ ترسره کړې. د دې سیالیو کتلو ته ګڼ سېلانیان ورغلي او وايي، په دې میله کې یې هغه دودیزې لوبې ولیدلې چې د پېړیو راهیسې په اویغور سیمه کې شتون لري.
د پاکستان تحریک انصاف غړو او پلویانو د ګوند بنسټګر عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په قضیه کې د بند او جرمانې سزا اورولو پرضد په پېښور کې مظاهره کړې. مظاهرچیانو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په نعرو کې له حکومته د خان د خوشې کولو غوښتنه کوله.
په پاکستان کې د احتساب یو عدالت د تحریک انصاف بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته د القادر ټرسټ په نوم په یوه قضیه کې د درغلۍ په تور د ۱۴ او د هغه ښځې ته د اووه کلونو بند سزا اورولې ده. تفصیل په رپورټ کې.
په غزې تړانګه او تل ابیب کې ګڼو خلکو د حماس او اسراییلو ترمینځ د اوربند او د یرغملیانو د خوشې کولو موافقې په غبرګون کې خوشالي کړې. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي. هغه موافقه قطر او امریکا د جنورۍ پر ۱۵مه اعلان کړه. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په شمالي مقدونیا کې له تېرو ۱،۴۰۰ کلونو راهیسې دوديزه ژمنۍ مېله کېږي چې ګڼ خلک ګډون پکې کوي. د وېوچاني کلي په نوم په یادېدونکې مېله کې خلک دودیزې جامې اغوندي او ډاروونکې څېرې یا مصنوعي مخونه لګوي. د دې مېلې لیدو ته له نورو هېوادونو هم سیلانیان ورځي.
نور وښیئ