د کډوالو کښتۍ پېښه: خان فراز اپرېدی وايي تر اوسه یې د زوی هېڅ پته نه ده لګېدلې
په وروستیو کې له افریقايي هېواد مورېتانیا څخه هسپانیې ته د تلونکې کښتۍ اوښتو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه ووژل شول. هغه کښتۍ د جنورۍ پر ۱۶مه د مراکش له بندري ښار داخله ښار سره نېږدې ډوبه شوې وه. مرستندویه سازمانونه وايي چې په کښتۍ کې ۸۶ تنه سپاره ول چې ۳۶ یې ژغورل شوي. اسلام اباد وايي، په ژغورل شویو کې ۲۱ پاکستانیان دي چې ورسره د مرستو لپاره یې په رباط کې په خپل سفارت کې څانګه پرانیستې ده. په هغه پېښه کې د خیبر ضلعې د جمرود دوه تنه هم ورک شوي دي چې لا یې د مړ یا ژوندي پته نه ده لګېدلې. د جمرود د ورکو کسانو کورنیو له حکومته غوښتي چې هغوی دې خبر کړي او په انساني قاچاق کې دې د ککړو کسانو پرضد اقدامات وکړي. د یو ورک هلک پلار خان فراز اپرېدي د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې په وروستي ځل یې له خپل زوی سره د جنورۍ پر دویمه نېټه خبرې کړې وې. موږ په دې اړه له اپرېدي سره ویډیويي مرکه کړې.