د بوسنیا پخوانۍ موسیقۍ نړیوال شهرت ترلاسه کړی
د بوسنیا هرڅوګوینا پخوانۍ سندره او موسیقي چې سېودالېنکا نومېږي، د ملګرو ملتونو د میراثونو په فهرست کې شامله شوې ده. د دې هېواد په پلازمېنه سرایېوو کې هنرمندان وايي چې دا د عثمانیې سلطنت د وخت سندره ده او دوی هڅه کوي چې دا ژوندۍ وساتي. انیسه اجمل په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.