د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چين کې د مسلمانانو ګڼ مېشته سیمې د ژمي لوبو ته سیلانیان ورځي


په چين کې د مسلمانانو ګڼ مېشته سیمې د ژمي لوبو ته سیلانیان ورځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

د چین شینجیانګ (سینکیانګ) اویغور خپلواکه سیمه کې د پخوا په څېر سږکال هم د نوي کال ژمنۍ مېله وشوه، چې پکې ځايي خلکو یو شمېر کلتوري او دودیزې سیالۍ ترسره کړې. د دې سیالیو کتلو ته ګڼ سېلانیان ورغلي او وايي، په دې میله کې یې هغه دودیزې لوبې ولیدلې چې د پېړیو راهیسې په اویغور سیمه کې شتون لري. په دې مېله کې یوه لوبه د بزکشۍ په څېر ده، چې په افغانستان او د منځنۍ آسیا په یو شمېر هېوادونو کې کېږي، خو هلته پکې چیلۍ یا بزه استعمالېږي، او په سینکیانګ کې کېدونکې لوبه کې ګډه یا مېږه کارول کېږي. دې تفصیل په دې راپور کې وګورئ، چې منور شاه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG