د شتمنو صنعتي هېوادونو، چې پکې امریکا او د اروپايي ټولنې غړي شامل دي، او نورو هېوادونو ترمینځ اختلافات ول. شتمنو هېوادونو د اب و هوا بدلون پر وړاندې د اقداماتو لپاره مخ پر ودې او بې وزلو هېوادونو ته د ۲۵۰ مېلیارده ډالرو ورکولو وړاندیز وکړ خو هغوی د یو ټرېلیین (۱،۰۰۰ اربه) ډالرو غوښتنه کوله.