روسیو ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بیلېسټېک توغندی ویشتلی او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم غورځولی دی.
داسې انګېرل کېږي چې دا بریدونه به د مسکو او کییف ترمینځ د اوربند هڅې لا زیانمنې کړي.
د اپرېل پر شپږمه په کییف کې برید د اوکراین په حکومتي پیسو د چلېدونکي ازادۍ ټېلېوېژن ودانۍ ته سخت زیان ورساوه. دا دویم ځل دی چې د روسیې په هوايي بریدونو کې هغه ټېلېوېژن په نخښه کېږي.
په کییف کې چارواکو ویلي دي چې پر صنعتي سیمه په میزایلي برید کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږه درې ژوبل دي. په برید کې په ګودام او نورو ودانیو کې اور هم لګېدلی او ورته زیان رسېدلی دی.
داراز، روسیو پوځیانو د خارکیف په کوپیانسک ښار کې پر رهایشي سیمه یو بم غورځولی چې پکې دوه تنه ژوبل شوي او په پراخ کچ زیان یې اړولی دی.
هلته د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې اوکراین په هغه هېواد کې پر اهدافو ۱۱ ډرونونه ویشتلي دي.
په مارچ کې کرېملېن، سپینې ماڼۍ او د اوکراین چارواکو د محدود اوربند چوکاټ اعلان کړی وو چې له مخې یې د انرژۍ پر بېخبنا (انفراسټرکچر) لکه پر برېښناکوټونو، تارونو او مرکزونو د بریدونو نه کولو خبره شوې وه. داراز، مسکو او واشنګټن هم یو تړون اعلان کړی وو چې د تور سمندرګي په سیمه کې د پوځي فعالیتونو محدودولو لپاره وو.
خو د دې باوجود اوکراین او روسیې پر یو بل د ډرون او میزایلو بریدونو ته دوام ورکړی دی او زیاتره حملې شپې مهال کوي.
په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د اوربند هڅه کوي، روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی.
د اوکراینیو چارواکو په وینا، د اپرېل پر څلورمه د هغه هېواد پر یو صنعتي ښار د روسیې توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل شول.
تر دې مخکې، د اپرېل پر درېیمه شپې مهال پر ختیز خارکیف ښار د روسیې په "لوی برید" کې پينځه تنه وژل شوي او له ۳۵ زيات ژوبل شوي ول.