د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، امريکا به په روانه اونۍ کې له ایران سره په یوه "ډېره لويه غونډه" کې د لوړې کچې "مستقیمې" خبرې وکړي.
ټرمپ د اپرېل پر اوومه په سپینه ماڼۍ کې د وينا پرمهال خبرداری ورکړ چې که د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې بریالۍ نه شي، نو تهران به له "ستر خطر" سره مخامخ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تایید کړې چې د اپرېل پر ۱۲ نېټه يوه غونډه ټاکل شوې، خو د هغه په وينا، دا خبرې به "غیر مستقیمې" وي.
د اپرېل پر اوومه، تر هغه وروسته چې ټرمپ د خبرو یادونه وکړه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس پاڼه وليکل "ایران او امریکا به د شنبې پر ورځ [د اپرېل ۱۲مه] په عمان کې د لوړې کچې غیر مستقیمې خبرې وکړي."
هغه زیاته کړه: "دا هم یو فرصت دی او هم یو ازموینه. اوس توپ د امریکا په میدان کې دی."
ایران ټینګار کړی چې خبرې باید غیر مستقیمې وي او ویلي یې دي چې تر هغو به له واشنګټن سره مستقیمې خبرې ونه کړي تر څو د ټرمپ د "تر ټولو زيات فشار" کيمپېن دوام لري.
عراقچي وروسته د ایران نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس ته وویل چې د امریکا د منځني ختیځ ځانګړی استازی سټیو ويټکوف به په غونډه کې موجود وي، خو خبرې به یوازې د یو مينځګړي له لارې ترسره شي.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې زياته کړه چې دا خبرې "په ډېره لوړه کچه، نېږدې تر ټولو لوړه کچه" باندې روانې دي او ټینګار یې وکړ چې "هیڅ مينځګړی پکې نه شته."
هغه دا ونه ویل چې د امریکا استازیتوب به څوک کوي، او ويټکوف تر اوسه نه ده تایید کړې چې ګډون به پکې کوي او که نه.
ټرمپ د اپرېل پر اوومه په سپينه ماڼۍ کې د اسراییلو له وزيراعظم بنیامین نتنیاهو سره يو ځای په یوه نااعلان شوې خبري غونډه کې وويل "موږ یوه ډېره لویه غونډه لرو، وبه ګورو چې څه پېښیږي. زما په اند ټول موافق دي چې یو هوکړه کول غوره دي."
هغه زیاته کړه: "که له ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، زما په اند ایران به په ستر خطر کې وي."
ټرمپ ټینګار وکړ چې ایران باید د اټومي وسلو د جوړولو اجازه و نه لري.
نتنیاهو هم د خبري غونډې پرمهال لنډه تبصره وکړه او له ایران سره يې د لیبیا په څېر د هوکړې کولو ملاتړ څرګند کړ. د نوموړي اشاره د ۲۰۰۳ز کال هغې هوکړې ته وه چې پکې لیبیا ومنله چې د ډله ییزې وژنې د وسلو پروګرامونه به پای ته ورسوي.
بلخوا ایران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي موخو لپاره دی او له پخوا راهیسې یې د لیبیا په څېر هوکړه رد کړې ده.
تهران په ۲۰۱۵ز کال کې له نړيوالو ځواکمنو هېوادونو سره يو تړون ته رسېدلی وو چې له مخې يې پر هغه هېواد د نړيوالو د بنديزونه کمولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې وه.
خو ډانلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه ووت او پر ايران يې يو ځل بیا سخت بنديزونه ولګول چې له کبله يې تهران په تدريجي ډول له ژمنو پر شا کېدو ته وهڅېد.