د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې یکشنبه اختر دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د سعودي عرب سترې محکمې یا سپریم کورټ د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د مارچ پر ۳۰مه به د کمکي اختر (شوال)لومړۍ ورځ وي.

العربیه تلویزون پر خپلې وېبپاڼې لیکلي، د سعودي شاهي سترې محکمې دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې په سدیر او تامیر سیمو کې د سپوږمۍ لیدلو په مرکزونو کې سپوږمۍ ولیدل شوه.

العربیه لیکي، د سعودي عرب سترې محکمې یوه اونۍ وړاندې اعلان کړی وو چې که چا سپوږمۍ په خپلو سترګو او یا هم دوربین په واسطه ولیده نو نږدې محکمې ته دې د ګواهۍ لپاره حاضر شي.

بل پلو، د پاکستان د سپوږمۍ لیدلو اداره (رویت هلال کمېټۍ) د مارچ پر ۳۰مه خپله غونډه کوي او د اختر اعلان به کوي. اټکل کېږي چې پاکستان به د مارچ ۳۱مه د وړوکي اختر لومړۍ ورځ وي.

د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په وزیرستاونو کې ډېری وخت خلک د سعودي او افغانستان سره په یوه ورځ اختر کوي.

XS
SM
MD
LG