د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او سعودي عرب په ګډون په ګڼو هېوادونو کې اختر لمانځل شوی دی


په کابل کې خلک د طالبانو حکومتي سرتېرو تر امنیت لاندې د کوچني اختر لمونځ کوي - د مارچ ۳۰مې انځور.
په کابل کې خلک د طالبانو حکومتي سرتېرو تر امنیت لاندې د کوچني اختر لمونځ کوي - د مارچ ۳۰مې انځور.

د افغانستان او سعودي عرب په ګډون د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې کوچنی اختر لمانځل کېږي.

د طالبانو د حکومت او د سعودي عرب سترو محکمو د مارچ پر ۲۹مه د شوال میاشت لیدو اعلان وکړ چې ورسره سم د مارچ پر ۳۰مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

البته د پاکستان د رویت هلال کمېټۍ ویلي دي چې د مارچ پر ۳۰مه د میاشت لیدو غونډه کوي.

مشال راډیو خپلو اورېدونکو او د ووبپاڼې او ټولنیزو شبکو لیدونکو او لوستونکو ته د اختر مبارکي وايي.

د پلازمېنې کابل په بېلابېلو ځایونو کې خلکو تر سخت امنیت لاندې د اختر لمونځ وکړ. له دې پرته د افغانستان په یوشمېر نورو ښارونو کې هم د اختر جمعې وشوې. طالبانو ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې په کابل او ولایتونو کې امنیتي تدابیر زیاتوي.

ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپل پیغام کې خلکو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ له ګاونډیو هېوادونو څخه د مېلیونونو افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده.

نوموړي د مارچ پر ۲۹مه شپې ناوخته په خپل بیان کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده.

غني وویل چې ګاونډي هېوادونه نور د افغانانو په ساتلو کې ګټه نه ويني، نو ځکه یې باسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او ایران حکومتونو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې لکونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړل.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو سازمانونو پر پاکستان او ایران غږ کړی چې کډوال دې نه باسي خو هغوی وايي چې د بې اسناده افغانانو ایستلو ته ژمن دي.

له غني پرته، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ټول ولس ته د اختر مبارکۍ تر څنګ یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو سمدستي بیا پرانیستل شي.

نوموړي د مارچ ۲۹مې پر ماخوستن پر اېکس (پخواني) ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او باید ټول یې په پرمختیا هڅې وکړي. کرزي لیکلي چې ټولنې بې "له تعلیم او زده کړو ترقۍ او سوکالۍ ته نه رسېږي" نو ځکه "په تاکيد سره بيا تکراروم، چې د نجونو پر مخ د تعليمي مراکزو بند پاتې کيدل او د ښځو د کار ممانعت د هيواد د ترقۍ لپاره ستر خنډ دی."

له سعودي عرب پرته د خلیج په نورو عربي هېوادونو کې هم د مارچ پر ۳۰مه کوچنی اختر لمانځل کېږي، خو هند او بنګلادېش د اتوار یا یکشنبې پر ورځ د میاشت لیدو یا نه لیدو اعلان کوي.


XS
SM
MD
LG