امریکايي سفیرې د اوکراین پر رهایشي سیمو د روسیې تر ګڼو حملو وروسته له کییف سره د "یووالي" څرګندونه کړې ده.
دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر واشنګټن نیوکه وکړه چې د هغه د هېواد پر ښارونو یې د مسکو د وژونکي کیمپېن پر وړاندې "کمزوری غبرګون" ښوولی دی.
په کییف کې د امریکا سفیرې برېجېټ برېنک د اپرېل پر شپږمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) ولیکل: "موږ پر کرېويي رې" وړوکي ښار "د روسیې د توغندیو" تر هغه "برید وروسته چې پکې د ۹ ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول، د ملي ماتم پر ورځ له اوکرایني ولس سره ولاړ یو. موږ د ټولو وژل شویو او ټپیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواخوږي لرو."
مسکو دعوه کړې وه چې په هغه برید کې یې د اوکراینیو پوځیانو یوه غونډه په نخښه کړې وه.
په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي چې که مسکو د سولې پر موافقې د خبرو د هڅو مخه نیسي، نو پر وړاندې یې باید "سخت اقدامات" وشي.
مکرون پر اېکس لیکلي: "په داسې حال کې چې اوکراین شاوخوا یوه میاشت مخکې" د امریکايي ولسمشر ډانلډ "ټرمپ د بشپړ او غیر مشروط ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومانه، او په داسې وخت کې چې موږ له خپلو ټولو شریکانو سره د سولې لپاره کار کوو، روسیې په نوي شدت جګړې ته دوام ورکړی دی او د ولسي وګړو" د خوندیتوب "هېڅ پرواه نه کوي."
فرانسوي ولسمشر وویل، روسیه باید خپلې حملې ژر تر ژره ودروي.
په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د اوربند هڅه کوي، روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی.
د اپرېل پر شپږمه روسیو ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بیلېسټېک توغندی وویشت او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم وغورځاوه. پر کییف په برید کې د ازادۍ په نوم د یو ټېلېوېژن وداني په نخښه شوه او پکې یو کس ووژل او لږ تر لږه درې ژوبل شول.
پر هم هغه ورځ د روسیې د دفاع وزارت وویل، اوکراین په هغه هېواد کې پر اهدافو ۱۱ ډرونونه ویشتلي دي.