کورونا وبا د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی. د نړۍ زياتره هېوادونو د وايرس خپرېدو د مخنيوۍ لپاره احتیاطي تدبيرونه خپل کړي دي. د نړۍ بېلا بېل هېوادونه هلې ځلې کوي چې د وايرس د مخنيوي واکسين جوړ کړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د واکسين د جوړېدو په مختلفو اړخونو رڼا اچول شوې ده. کوربه عبدالحی کاکړ
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۴ مې هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۰ مې ۲۰۲۰
د مې پر نهمه نېټه پښتنو ښځو په نړيواله کچه د ويډيو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ عارف وزير د وژنې پر ضد ويډيو کانفرنس کړی وو. دا لومړۍ ځل وو چې پښتنې د ويډيو کانفرنس له لارې سره په تماس کې شوې. هم دې ته په کتو سره په اوونيزه خپرونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره شوې ده چې پښتنې ښځې څنګه کولای شي د ټېګنالوجۍ له لارې د خپلو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او تعليمي حقونو لپاره غږ پورته کړي.؟ دا پوښتنې په کانفرنس کې برخه اخيستونکيو فعالانو ګلالۍ اسماعيل، ثنا اعجاز او سايره نورزۍ سره څېړل شوې دي.