د مې پر نهمه نېټه پښتنو ښځو په نړيواله کچه د ويډيو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ عارف وزير د وژنې پر ضد ويډيو کانفرنس کړی وو. دا لومړۍ ځل وو چې پښتنې د ويډيو کانفرنس له لارې سره په تماس کې شوې. هم دې ته په کتو سره په اوونيزه خپرونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره شوې ده چې پښتنې ښځې څنګه کولای شي د ټېګنالوجۍ له لارې د خپلو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او تعليمي حقونو لپاره غږ پورته کړي.؟ دا پوښتنې په کانفرنس کې برخه اخيستونکيو فعالانو ګلالۍ اسماعيل، ثنا اعجاز او سايره نورزۍ سره څېړل شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې
چار شنبه ۱۳ مې ۲۰۲۰
په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د پوځ اود مشکوکو وسله والو ترمنځ د نښتو پېښې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې وار له مخه په دې سيمه کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته هدفي وژنې پیل شوې وې چې پرضد يې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د شمالي وزيرستان د امنيت جاج اخيستل شوی دی.