په پاکستان، هند او افغانستان کې په دې وروستيو کې د هوا ککړتيا يا الودګۍ جدي بڼه خپله کړې ده. په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي چې په دې هېواد کې هرکال د الودګۍ له کبله يو لکه ۲۸ زره کسان يا خو مستقيم يا غير مستقيم مړه کېږي. د افغانستان پلازمينه کابل کې د ککړې هوا له وجې د ساه له ناروغيو ۱۷ کسان مړه شوي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې نن په پاکستان او افغانستان کې د خلکو پر ژوند د اب وهوا د بدلون اغېز څېړو.مېلمانه د پېښور پوهنتون د چاپېريال ساتنې څانګې استادان ډاکټر حزب الله خان او ډاکټر محمد نفيس او په افغانستان کې د ماحولياتو پوه خان ولي کامران مېلمانه دي.
د مشال تر رڼا لاندې
چار شنبه ۱ جنوري ۲۰۲۰
امريکا د ډېسېمبر پر ۱۸مه پاکستان د مذهبي ازاديو د ځانګړيو اندېښنو د هېوادونو په لېسټ کې اچولی وو. پاکستان د ډېسېمبر پر ۲۴مه په يوه بيان کې د امريکا دا ګام غندلی او دا يې "يو اړخيزه، بې منطقه او مشکوکه" ګرځولی دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په پاکستان کې د مذهبي ازاديو د وضعيت جاج اخيتسل شوی. د پاکستان د اقليتونو د فوم مشر رادېش سنګ ټوني او د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز د بحث مېلمانه دي.