امريکا د ډېسېمبر پر ۱۸مه پاکستان د مذهبي ازاديو د ځانګړيو اندېښنو د هېوادونو په لېسټ کې اچولی وو. پاکستان د ډېسېمبر پر ۲۴مه په يوه بيان کې د امريکا دا ګام غندلی او دا يې "يو اړخيزه، بې منطقه او مشکوکه" ګرځولی دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په پاکستان کې د مذهبي ازاديو د وضعيت جاج اخيتسل شوی. د پاکستان د اقليتونو د فوم مشر رادېش سنګ ټوني او د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز د بحث مېلمانه دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۷ دسمبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۵ دسمبر ۲۰۱۹
د پاکستان ځانګړي عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷مه نېټه ددې هېواد پخواني پوځي امر جنرال مشرف ته د ايين ماتولو او غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه.ايا د عدالت پر فيصله به عمل وشي او که نه؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د پېښور های کورټ وکيل سنګين خان او په پېښور کې خبريال او سياسي څېړونکي محمود جان بابر سره بحث شوې دي.