
افغانستان کې د وروستیو هم مهالو بریدونو په اړه ویل کیږي چې ترشا یې د حقاني شبکې لاس لرلو ، او دانګیرنو له مخې دا شبکه دپاکستان په قبایلي سیمو کې پټنځایونه لري.
په داسې حال کې چې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې لا د مخکې نه ټیټې کچې ته رسیدلي، ایا دا ډول لوی بریدونه به ددواړو هیوادونو ترمنځ واټن نور هم زیات کړي او که نه ؟
د دې اونۍ د مشال تر رڼا لاندې بحث هم دې موضوع ته ځانګړی شوی، د خپرونې کوربه عبدالحۍ کاکړ دی او میلمانه یې دفاعي کارپوه سعد محمد خان او پخوانی ډیپلوماټ ایاز وزیر دي. دابحث دلته اوریدلای هم شئ.