د جنورۍ پر نهمه په سنجيدي کې د کويلې په یو کان کې د ګیس چاودنې له امله هغه کان ونړېد چې ۱۲ مزدوران تر لاندې شول. وروسته ژغورونکو ډلو د هغوی د ایستلو عمليات پيل کړل او وروستی مړی يې د جنورۍ پر ۱۴مه وایست.
د بلوچستان د مزدورانو اتحاديې عمومي سېکرټر پیر محمد کاکړ مشال راډیو ته وویل چې ژغورونکو ډلو د جنورۍ پر ۱۴مه د وروستي کان کيندونکي مړی هم راوايست.
د پاکستان پوځ او بلوڅ وسله وال چې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو کومې ادعاوې کوي، د هغه په خپلواکه توګه پخلی نه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکینۍ پېښې په ترڅ کې کوټې ته نېږدې د سکرو په نړېدلي کان کې له لاندې شویو ۱۲ مزدورانو څخه د ۱۱ مړي را اېستل شوي دي.
د سکرو د کان کیندونکو خوندیتوب لپاره کارکونکې حکومتي ادارې چیف انسپیکټر ماینز عبدالغني شاهواني د جنوري پر ۱۰ مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د نورو کان کیندونکو د راویستلو کار په چټکۍ سره روان دی.
د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د جنورۍ پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د سنجیدي سیمې کان د ګیس چاودنې له وجې نړېدلی دی. دی وايي چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي او هلته د مزدورانو د ژغورنې هڅه کوي.
د بلوچستان حکومت د پانګونې جلبولو لپاره دا غونډه په داسې وخت کې کوي چې له تېرې څه مودې راهیسې په یاده صوبه کې د ناامنۍ پېښې لا زیاتې شوې دي.
اڅکزي د جنورۍ پر اوومه په چمن کې د خپل ګوند په کوربه توب ولسي جرګې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان کورني او بهرني قوتونه دې د هغه هېواد د خپلواکۍ د خوندیتوب او بیارغونې لپاره خپل کردار ترسره کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته