د بلوچستان د پانګونې او سوداګرۍ خونه وايي هیله منه ده چې د "بلوچستان سرمشریزې" په نامه په غونډه کې به وتوانېږي چې د ملک لوی صنعتکاران په هغه صوبه کې پانګونې ته وهڅوي او په پرمختګ کې مرسته وکړي.
هغه غونډه د جنورۍ په پای کې د بلوچستان او پاکستان حکومتونو په مرسته او همکارۍ کېږي او د کوربه توب چارې یې د بلوچستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې ته سپارل شوې دي.
د بلوچستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې مرستیال مشر بلال خان کاکړ د جنورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې دوه ورځنۍ غونډه د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې پیل شي.
دی وايي، په سرمشریزه کې یې لویو صنعت کارانو او پانګوالو ته بلنه ورکړې ده. "په دې کې مو د پاکستان پر کچه کارخانه دار او پانګوال راغوښتي دي، هغه که د کان کیندنې په برخه کې وي، که د انرژۍ په برخه کې دي، لایوسټاک (مالدارۍ) کې راځي، ماینز او مېنرلز کې راځي. د بلوچستان او وفاقي حکومت مرسته راسره ده."
په بلوچستان کې د پانګونې جلبولو لپاره غونډه په داسې وخت کې کېږي چې له څو کلونو راهیسې په هغه صوبه کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.
هلته یو پلو بلوڅ وسلوال د پاکستان پوځ ته د "یرغلګر" په سترګه ګوري او د هغوی پرضد یې جګړې ته دوام ورکړی دی او بل پلو پکې وخت ناوخته سختدریځه اسلامپالې وسلوالې ډلې هم حملې کوي او پکې د ناامنۍ او تاوتریخوالي نورې پېښې هم کېږي.
د بلوچستان صوبايي او د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي هغه ناامنۍ "بهرنۍ اجنډا" او جنګېدونکي وسلوال "بهرني لاسپوڅي" بولي.
په دې صورت کې صوبايي حکومت څنګه پانګوال په هغه صوبه کې پانګونې ته قانع کولای شي؟
بلال خان کاکړ د ناامنۍ ستونزه مني، خو وايي چې ټوله صوبه ناارامه نه ده او په وینا یې، حکومت امنیت ته ژمن دی. "د امنیت څه مسله شته، خو هغه د سرکار پوره هڅه ده چې د ترهګرو پرضد ګامونه پورته کړي او امن پر ځای وساتي، موږ به پانګوالو ته پوره امنیت ورکوو. او بل دا چې په یو څو ضلعو کې د امنیت مسله ده او ټوله صوبه ناارامه نه ده."
د صوبي پر تجارتي او اقتصادي چارو نظر لرونکی انجینر دارو خان اڅکزی وايي، د امنیت ستونزه پر خپل ځای، خو د ده په وینا، داسې غونډو ته ځکه خوشبینه دی چې په بلوچستان کې له ډېرې مودې راهیسې پانګونه نه ده شوې.
د ده په وینا، د پانګونې نه کېدو له کبله اوس هلته کاروباریانو لپاره د زیاتې فایدې زمینه برابره ده.
نوموړي مثال ورکړ او و یې ویل چې کوټې ته نېږدې بوستان او بوری (لورالايي) د پانګونې لپاره مناسبې دي. "د بوستان په سیمه کې صنعتي زون جوړ دی، که دلته صنعتکاران راشي نو خلک به یې هرکلی وکړي او بل د لورالايي او شاوخوا سیمې ډېر ښه زرعي پیداوار لري، که هلته اړوندې کارخانې جوړې شي نو د دې سیمو خلکو ته به د روزګار او امدن پراخې وسیلې پیدا شي."
انجینر دارو خان اڅکزي وویل، په چمن کې ځکه له څه باندې یو کال راهیسې پرلت روان دی چې بې روزګاري ده.
د ده په وینا، که په چمن کې سرمایه کاري وشي نو نه یوازې ځايي ولس ته د کار زمینه برابرېږي بلکې د پانګوالو لپاره هم د ګټې پراخې موقعې په لاس ورتلای شي. "حکومت په چمن کې پراخه ځمکه د اقتصادي زون لپاره بېله کړې ده، که هغه اباده شي نو په سیمه کې به د بې روزګارۍ مسله تر ډېره حده هواره شي."
بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې پراخې قدرتي زېرمې هم لري خو د پرمختګ په سفر کې د ملک تر نورو صوبو خورا شا ته بلل کېږي. بلوڅ او پښتانه ملتپال د دې لپاره وفاق ملامتوي چې د صوبې په پرمختګ کې نه بلکې یوازې هلته په موجودو طبیعي زېرمو کې دلچسپي لري.
خو د پاکستان اوسني او پخوانیو حکومتونو په بیا بیا ویلي دي چې د هېواد پرمختګ د بلوچستان له ترقۍ سره تړلی دی.