دا د یو داسې اوکرایني دوکاندار کیسه ده چې په رضاکارانه ډول یې د ځمکنۍ او ښاري دفاع کار پیل کړ او بیا یې مړی په بوچا کې د روسیو سرتېرو پرېښوولي سر دفتر سره نېږدې وموندل شو. د اولېکسي پوبهېای لاسونه تړل شوي ول او پر سر یې د مرمۍ زخم وو.
د امريکا د ولسمشر جو بایډن هغه پرېکړه، چې کییف ته يې اجازه ورکړې چې د امريکا لخوا په ورکړل شويو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو سره په روسیه کې دننه ژور هدفونه په نښه کړي، په داسې وخت کې راځي چې پر اوکراین د روسيې د يرغل ۱۰۰۰ ورځې شوې دي.
اذربایجان سږ کال د ملګرو ملتونو د اقلیمي غونډې "کوپ ۲۹" کوربه دی. د دې غونډې په اړه نیوکې هم کېږي چې په هغه هېواد کې د تېلو لوی صنعت او د چاپيريال د ککړتيا خراب ریکارډ ته اشاره کوي.
د ایران کب نیونکي د څه مودې راهیسې په کیسپین سمندر کې زیات کبان نیسي. دا باوجود د دې ده چې په هغه سمندر کې د اوبو سطح په کمېدو ده.
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
د امریکا د اوهایو ریاست ۳۹ کلن جېمز ډېويډ وېنس د رېپبلېکن ګوند لخوا د مرستیال ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي او د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې به د خپلې دندې لوړه کوي. وېنس وروسته تر هغې د سياست لاره خپله کړه چې د خپل ژوند د کړاوونو په اړه یې د کتاب په ليکلو سره شهرت وموند.
د اسوشيېټېډ پرېس اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن په ګډون ګڼو امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره د اېلېکټورل کالج اړینې ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو خپلې مخالفې نوماندې کاملا هیرېس ته ماتې ورکړې ده. په دې اړه تفصیل د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې.
د امریکا په مرکز واشنګټن ډي سي کې د نومبر پر پینځمه د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. له سپینې ماڼۍ سره نېږدې د کاروباري او دفتري ودانیو د ښیښو کړکۍ په لرګیو پوښل شوې دي. د ښار د پولیسو مشره وايي، هېچا ته د انتخاباتي بهیر د ګډوډولو اجازه نه ورکوي
اسراییلو د حماس د "ختمولو" ژمنه وکړه او د هغو عملیاتو پر مهال په غزې تړانګه کې ولسي وګړو او زېربنا (انفراسټرکچر) ته لوی زیان رسېدلی دی. غزه د نړۍ له تر ټولو ګڼ مېشتو سیموه یوه ګڼل کېږي.
تر هغې وروسته چې د جرمني حکومت په اګست کې ۲۸ افغانان په جرمونو کې د ککړتیا له وجې افغانستان ته ستانه کړل، په هغه هېواد کې مېشت ډېری پناه غوښتونکي اندېښمن شوي دي او وېره لري چې ښايي هېواد ته یې ولېږدوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته