د اسوشيېټېډ پرېس اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن په ګډون ګڼو امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره د اېلېکټورل کالج اړینې ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو خپلې مخالفې نوماندې کاملا هیرېس ته ماتې ورکړې ده. په دې اړه تفصیل د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې.
د امریکا په مرکز واشنګټن ډي سي کې د نومبر پر پینځمه د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. له سپینې ماڼۍ سره نېږدې د کاروباري او دفتري ودانیو د ښیښو کړکۍ په لرګیو پوښل شوې دي. د ښار د پولیسو مشره وايي، هېچا ته د انتخاباتي بهیر د ګډوډولو اجازه نه ورکوي
اسراییلو د حماس د "ختمولو" ژمنه وکړه او د هغو عملیاتو پر مهال په غزې تړانګه کې ولسي وګړو او زېربنا (انفراسټرکچر) ته لوی زیان رسېدلی دی. غزه د نړۍ له تر ټولو ګڼ مېشتو سیموه یوه ګڼل کېږي.
تر هغې وروسته چې د جرمني حکومت په اګست کې ۲۸ افغانان په جرمونو کې د ککړتیا له وجې افغانستان ته ستانه کړل، په هغه هېواد کې مېشت ډېری پناه غوښتونکي اندېښمن شوي دي او وېره لري چې ښايي هېواد ته یې ولېږدوي.
په ايران کې د ۲۰۲۲م کال په سېپټېمبر میاشت کې د وژل شوې ايرانۍ زده کوونکې مهسا اميني د دوهم تلين پر مهال د اروپا په مختلفو هېوادونو کې مظاهرې تر سره شوي دي. د دې مظاهرو حال د مشال رېډيو د خبر مرکزي څانګې په دې راپور کې وګورئ:
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته