د مارچ پر ۱۴مه د مظاهرې ګډونوالو وویل چې له چکدرې تر فتح پوره پورې تر جوړېدونکي سړک لاندې د خلکو په "زرګونو کناله" کرنیزه مځکه راځي چې ورسره "۳۰۰،۰۰۰" خلک متاثرېږي.
غلام علي د مارچ پر ۱۴مه د انتخاباتي کمېشن له مشر سره تر ملاقات وروسته د صوبايي اسمبلۍد انتخاباتو نېټه اعلان کړه. پخوانی انځور
د سمال خېلو يوه قبايلي مشر ملک فتح الله د مارچ پر ۱۳مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې دوی ته خپل کلي ته د بېرته تګ اسناد ورکړي ول خو پینځه کاله وروسته هم نه دې ستانه کړل شوي.
وژل شوی پوليس سرتیری او ټپیان د ټانک روغتون ته وړل شوي دي چې ويل کېږي د ژوبلو پوليسانو حالت له خطره بهر دی.
نندارتون د چین په پيلس میوزیم کې د مارچ له ۱۵مې پیلیږي چې درې میاشتې به دوام ولري.
یوشمېر کډوالو د مارچ پر ۱۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې بېلابېلې نړیوالې او ناحکومتي ادارې ورته په خوست ښار او یا په تڼیو ولسوالۍ کې مرستې ورکوي، چې تر هغه ځایه تګ راتګ او کرایې ورکول ورته ګران تمامېږي.
په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا له ګډېدو سره د پخوانیو قبایلي سیمو د خاصه دارو او لېویز ځواکونو په زرګونو سرتېرو د دې غوښتنې لپاره په وار وار غږ پورته کړی وو او په دې لړ کې څو ځلې مظاهرې هم کړې وې.
د استادانو اتحادیې پیوټا جنرل سیکرټري ډاکټر سلېمان خان د مارچ پر لسمه مشال راډیو ته وویل، په پوهنتون کې د ناامنۍ پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه نه و پورته شوي.
امنیتي چارواکي وايي چې وژل شوی کس د مومندو او ټپي شوی دی جنوبي وزیرستان دی. د ده په وینا، دې کسانو هلته لوښي خرڅول.
کمېشن د مارچ پر نهمه ماخوستن مهال په بیان کې ویلي دي چې د غونډې موخه د انتخاباتو د تمویل او امنیت پر چارو بحث کول ول.
نور وښیئ