عبداللطیف اپرېدی د روان ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښورهای کورټ کې په وژل شوی وو چې د پوليسو په وينا، بريدګر يې د پېښې په ځای کې ونيولی.
لاريون د مارچ پر پنځمه د شوي بريد په غبرګون کې شوی دي چې په اړه يې چارواکو ويلي ول چې په موټر سایکل کې د اېښوول شوي بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.
په پېښور کې د موسمیاتو ادارې مرستیال مشر ډاکټر محمد فهیم احمد د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې سږني "موسمي بدلونونه" به پر فصلونو او تر مځکې لاندې د اوبو پر کچ اغېز وکړي.
په لواړګي چروازګۍ کې د پرلت مشر شاه حسین شینواري وویل چې د خیبر له انتظامي چارواکو او ټيسکو افسرانو سره یې موافقه لاسلیک کړې ده او په هر ګرېډ سټېشن کې به د دوی د کمېټۍ دوه، دوه غړي ناست وي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ګډه پوله ګڼ شمېر داسې کورنۍ او قبیلې اوسي چې نزدې خپلوۍ سره لري. د دوي ترمنځ اړیکي د د دواړو هیوادونو د نورو سیمو د خلکو پرتله زیاتې وي او تګ راتګ یې هم زیات وي.
د جمرود کوکي خېل پرلت مشر ملک نصیراحمد وایي د غوښتنو تر منل کېدو به یې پرلت دوام ولري.
د خیبر پښتونخوا د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشران وایي، په صوبه کې د ګېس پېداوار له ضرورت نه زیات دی او د بنو او لکي مروت پشمول په ځینو نورو ځایونو کې هم د ګېس ذخیرې شته
د مارچ پر دویمه نېټه په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې پروژه پرانیسته او و یې ویل چې ورڅخه به د خیبر پښتونخوا تر ۶۲،۰۰۰ پورې کورنۍ ګټه واخلي.
د سیمې یوه اوسېدونکي لیاقت وزیر مشال راډیو ته وویل، په بیا بیا یې د تعلیم محکمې چارواکو ته خپل غږ رسولی دی خو ډېری ښوونکي کار ته نه حاضرېږي چې ورسره د ماشومانو زده کړې اغېزمنېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فبرورۍ پر ۲۸مه سره له نورو ملګرو تاجوړۍ ته ورغی او پرلت ته یې وینا وکړه. نوموړي وویل، حکومت دې له نورو سیمو سره په لکي مروت کې هم امنیت ټینګ کړي او د دې سیمې پر وسایلو دې ځايي ولس ته حق ورکړي.
د خیبر پښتونخوا د ټاکنو کمېشن ویاند سهېل احمد د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته ویلي ول چې ادارې يې د بلدياتي حکومتونو د استازو واک د دې لپاره ځنډولی وو چې د صوبايي اسمبلۍ راتلونکي انتخابات په شفافه توګه وشي.
حاجي غلام علي د فبرورۍ ۲۷مه نېټه د سوات د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې صوبه د انتخاباتو د امنیت ټینګولو لپاره بشپړه نه لري.
نور وښیئ