د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د سمال خېلو کډوال د ستنېدو غوښتنه کوي


د وسلوالو ضد پوځي عملیاتو پر مهال له شمالي وزیرستانه تر يو ميليون زیات کسان بېکوره شوي ول. د ۲۰۱۴ز کال انځور
د وسلوالو ضد پوځي عملیاتو پر مهال له شمالي وزیرستانه تر يو ميليون زیات کسان بېکوره شوي ول. د ۲۰۱۴ز کال انځور

د شمالي وزیرستان د سمال خېلو بېکوره شوي خلک وايي چې له تېرو پینځو کلونو راهيسې خپل کلي ته د ستنېدو لپاره د حکومت اجازې ته په انتظار دي.

د سمال خېلو يوه قبايلي مشر ملک فتح الله د مارچ پر ۱۳مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې دوی ته خپل کلي ته د بېرته تګ اسناد ورکړي ول خو پینځه کاله وروسته هم نه دې ستانه کړل شوي.

هغه زیاته کړه:" په ۲۰۱۸ز کال کې زموږ نومونه هم وليکل شو، د بېرته تګ ټوکن هم راکړل شو، موږ ۱،۵۰۰ کورنۍ وې چې اوس يې شمېر زیات شوی دی."

نوموړي زیاته کړه چې حکومت ورته هره مياشت د کورنۍ پر سر ۲۰،۰۰۰ روپۍ مرسته ورکوي خو په خبره يې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ له کبله يې په دغو پيسو ورځنۍ ژوند نه تېرېږي.

د سمال خېلو يو بل اوسېدونکي اجمير خان مشال راډيو ته وويل چې د ماشومانو او ښځو يې لوی ارمان خپل کلي ته ستنېدل دي. د ده په خبره، دوی نور د کډوالۍ له ژوند څخه ستړي شوي دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ م کال کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات کړي وو چې له کبله يې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

په دوی کې زیاتره د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي وو چې زیاتره یې اوس ستانه شوي دي.

خو د دته خېلو اوسېدونکي لاهم د کډوالۍ ژوند کوي. سمال خېل هم د دته خېلو یو کلی دی.

يوه چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لري، د نوم نه ليکلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د سمال خېلو په ګډون ټول دته خېل سيمې له وسلوالو څخه د پاکولو لپاره عملیات روان دي او ډېر ژر به د دې سيمې خلک ستانه کړي.

د خیبر پښتونخوا د طبعي ناورينونو پر وړاندې د نظم ادارې وياند احسان داوړ هم د مارچ پر ۱۳مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې امنیتي ځواکونه د دته خېلو سيمه له وسلوالو پاکوي او چې کله يې دوی ته وويل چې سيمه پاکه شوه نو دوی به خلک ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG