د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا ګورنر د صوبايي اسمبلۍ ټاکنو لپاره د مې ۲۸مه تجويز کړې ده


د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي په يوه غونډه کې د وينا په وخت - انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي په يوه غونډه کې د وينا په وخت - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشر او د هېواد له ولسمشر سره تر ملاقاتونو وروسته د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره د مې ۲۸مه نېټه تجویز کړې ده.

په اسلام اباد کې د مارچ پر ۱۴مه نېټه د انتخاباتي کمېشن له مشر سکندر سلطان راجه سره تر ليدو وروسته غلام علي خبريالانو ته وويل چې د ده ذمه واري په صوبه کې د انتخاباتو لپاره نېټه ورکول دي او ټاکنې کول بیا د انتخاباتي کمېشن ذمه واري ده.

تر دې وړاندې هم د مارچ پر ۱۴مه ګورنر په اسلام اباد کې د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره وليدل. د ولسمشر دفتر پر ټویټر پاڼه ليکلي چې دا ملاقات د ولسمشر په بلنه وشو چې پکې په خيبر پښتونخوا کې د د انتخاباتو پر موضوع خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ په مياشت کې په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف په ملاتړ حکومتونو له خوا د اسمبليو ماتولو وروسته بیا ټاکنو په اړه ناندرۍ رامينځ ته شوې وې.

د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف دا ګام د دې لپاره اخیستی وو چې مرکزي حکومت په ملک کې تر وخت وړاندې انتخاباتو ته اړ کړي.

د پاکستان د اساسي قانون یا ایین له مخې، چې کله اسمبلۍ ماتې شي نو بیا به لنډمهاله حکومت ټاکل کېږي او هغه به له ټاکل کېدو وروسته په درو میاشتو کې دننه بیا عام انتخابات کوي.

تحریک انصاف په دواړو صوبو کې زر تر زره له سره د ټاکنو غوښتنه کوله، خو کله چې د دواړو صوبو ګورنرانو د نيټې په اعلانولو کې ځنډ وکړ نو ولسمشر عارف علوي اعلان وکړ چې د اپرېل پر ۳۰مه به د دواړو صوبو د اسمبلیو ټاکنې کېږي.

وروسته سپريم کورټ مداخله وکړه او د دواړو صوبو ګورنرانو ته يې په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو کولو حکم وکړ.

خو د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۸مه په سوات کې خبریالانو ته ويلي وو چې په صوبه کې د روانو ناامنيو له امله د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې نه شي کېدای.نوموړي ویلي ول چې صوبه د انتخاباتو پر مهال د امنیت ټینګولو لپاره بشپړ وسايل نه لري.

XS
SM
MD
LG