د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: د سرشمېرنې ډلو بدرګه دوه پولیس سرتېري په حملو کې وژل شوي


دا په تېرو څو ورځو کې د سرشمېرنې ډلو په حفاظت مامور پوليسو باندې درېیمه حمله ده. پخوانی انځور
دا په تېرو څو ورځو کې د سرشمېرنې ډلو په حفاظت مامور پوليسو باندې درېیمه حمله ده. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا پوليس وايي چې په لکي مروت او ټانک کې په دوو جلاجلا وسلوالو بريدونو کې د ډيجېټل سرشمېرنې ډلو بدرګه کوونکي دوه پوليس سرتيرې وژل شوي او پینځه ټپیان دي.

د صوبې پوليسو پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د ټانک کوټ اعظم سيمه کې د سرشمېرنې ډلې حفاظت کوونکيو پوليس سرتېرو باندې د مارچ پر ۱۳مه وسلوالو بريد وکړ چې پکې سپاهي خان نواب وژل شوی او شاهنواز، بسم الله، اسلم خان، عبدالله او عيد جان ټپیان شوي دي.

وژل شوی پوليس سرتېری او ټپیان د ټانک روغتون ته وړل شوي چې ويل کېږي د ژوبلو کسانو حالت له خطرې بهر دی.

پوليس په يوه بل ټويټ کې ويلي چې هم نن (مارچ ۱۳مه) په يوه بله پېښه کې په لکي مروت کې د صدر تاڼې پیروالا کلي کې د سرشمېرنې سره بدرګه پوليسو باندې حمله شوې چې پکې سپاهي دل جان وژل شوی دی.

په دواړو پېښو کې ښکېل بريدګر په تېښته کې بریالي شوي دي، البته پوليس وايي چې اضافي نفري يې لېږلې ده او د بريدګرو د نيولو لپاره د لټون عملیات يې پیل کړي دي.

دا په تېرو څو ورځو کې د سرشمېرنې ډلې په حفاظت موظف پوليس سرتيرو باندې درېیمه حمله ده. تر دې وړاندې د مارچ پراتمه نېټه بريد کې يو پوليس وژل شوی او پینځه زخميان ول.

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي چې د ډيره اسماعيل خان په درابڼ کې په وسلوال برید کې د پولیسو يو سرتېری وژل شوی او پینځه زخمیان دي.

د صوبې پولیسو پر ټویټر لیکلي ول چې د درابڼ په ګیره مستان سیمه کې پولیسو د سرشمېرنې ډلې ساتنه کوله چې ورباندې وسلوال برید وشو. په بیان کې د وژل شوي پولیس سرتیرې نوم ګلفراز یاد شوی وو.

د تازه دواړو حملو ذمه واري لا هيچا نه ده منلې البته، د مارچ ۸م د بريد پړه ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې وه.

په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نیټې څخه برېښنایي یا ډیجېټل سرشمېرنه پیل شوې ده چې د روانې میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې دوام لري. د دې هېواد د شمارياتو اداره وايي چې د سرشمېرنې ترسره کولو لپاره یې په ټول هېواد کې ۱۲۶،۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي دي چې ۱۸،۰۰۰ يې په خيبر پښتونخوا کې دي. خو خيبر پښتونخوا د پاکستان هغه یوازينی صوبه ده چې پکې د سرشمېرنې د ډلو پر ساتونکيو پوليسو حملې شوې دي.

XS
SM
MD
LG