منظور پشتين د سېپټېمبر پر ۲۶مه، په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو لخوا د بشري حقونو په اړه په یوه نړيواله غونډه کې د ويډيو لينک له لارې خبرې وکړې.
د دته خېلو بازار په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو ضد د پاکستاني پوځ عملیاتو پر مهال بشپړ ړنګ شوی وو. د شمالي وزیرستان د میرامشاه او میرلي بازارونو ته هم په هغو عملیاتو کې زيان رسېدلی وو.
دا پېښې پر داسې وخت شوې دي چې په تېرو دوو مياشتو کې په باجوړ، خیبر، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان، کوز دير او سوات کې د وسله والو د ممکنه منظمېدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي.
د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترین مشال راډیو ته وويل د زندان چارواکيو نن (د سېپټېمبر پر ۲۶مه) علي وزیر له جناح روغتون د کراچۍ زندان ته انتقال کړی البته چارواکو د دې خبرې تصديق نه دی کړی.
د ۳۲ دولتي پوهنتونونو کارکوونکي د سېپټېمبر له ۲۴مې راهیسې په اسلام اباد کې په احتجاج دي او دعوه کوي چې ګڼ کسان په وروستیو کې له دندو ګوښه شوي
د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد سيد عرفان اشرف وايي، د پاکستان رياست نه غواړي چې تحريک طالبان پاکستان ختم شي. د ده په خبره، دا ځکه چې هغه هېواد د وسله والو په وسيله په افغانستان کې خپل اغېز ته دوام ورکړی دی.
د شوې تاڼې یوه پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د خالي (شنبې) ماخوستن مهال وسله والو یو ځايي وګړی رحیم الله وویشت او وتښتېدل.
په خيبر پښتونخوا کې د پرايمري سکولونو اتحاديي مشر عزيز الله د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې په ۱۰ ضلعو کې د ښونځيو ودانيو ته سخت زيان اوښتی چې له وجې يې په زرګونو ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
جرګې ته د وینا پر مهال د سوات د پولیسو یو مشر ډي ايي جي ذیشان اصغر وویل، د امنیت د پر ځای ساتلو په موخه د پوځ درې ډویژنه دستې سوات ته رسېدلې دي.
د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد شفیق اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، "حکومت د بدامنۍ مخنیوي لپاره تر خپلې وسې هلې ځلې کوي. موږ به یو ځل بیا ولس دې ته نه پرېږدو چې بیا کډې وکړي."
د سیمې اوسېدونکو له مشال راډيو سره په خبرو کې له انتظامي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې ژرترژره دې اوربند وکړي او بیا دې د لانجې د هواري لارې چارې ولټوي.
نور وښیئ