د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله: د عوامي نېشنل ګوند صوبايي اسمبلۍ غړي پر کور ډزې شوي


په دې پېښه کې چاته ځاني تاوان نه دی رسېدلی: انځور سېپټېمبر ۲۴
په دې پېښه کې چاته ځاني تاوان نه دی رسېدلی: انځور سېپټېمبر ۲۴

د خیبر پښتونخوا په شانګله کې ناڅرګندو وسله والو د عوامي نیشنل ګوند د اسمبلۍ د غړي فیصل زیب خان په کور ډزې کړي دي.

پولیس وايي چې دا پیښه بیګاه (د سېپټېمبر ۲۳) د مارتونګ تحصیل په تیتوالان سیمه کې رامنځ ته شوې چې څه ځاني تاوان یې نه دی اړولی. پولیس زیاتوي چې بریدګر په تیښته بریالي شوي خو په دغه اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د برید پر مهال فیصل زیب خان په کور کې موجود نه وو، او له پاکستانه بهر په سفر وو. نوموړي نن ( سېپټېمبر۲۴) مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تیرو څو ورځو راهیسې ورته په ټیلیفون دړکې ورکړل کېدې. نوموړي زیاته کړه چې شانګله یوه پرامنه سیمه ده او په ډېرو سختو کې هم چیرته دغلته په کورونو برید نه دی شوی.

نوموړی وايي، امنیتي چارواکو ورته ویلي چې د پیښې پلټنې کوي. هغه غوښتنه کوي چې پولیس دغه پلټنې باید بشپړې کړي او د برید ذمه وار قام ته وړاندې کړي.

تراوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې خو له دې وړاندې د عوامي نیشنل ګوند په مشرانو او پلویانو د یو شمېر بریدونو ‌ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

په دې پېښه کې چاته ځاني تاوان نه دی رسېدلی: انځور سېپټېمبر ۲۴
په دې پېښه کې چاته ځاني تاوان نه دی رسېدلی: انځور سېپټېمبر ۲۴

دا په داسې حال کې ده چې له تیرې څه مودې نه د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې د وسله والو طالبانو د بیا راتګ د خبرونو له خپریدو وروسته، د عوامي نیشنل ګوند له خوا احتجاجي مظاهرې ترسره شوي دي.

په پیښور کې د باچاخان مرکز د شمیرو تر مخه د کال د ۲۰۰۷م راهیسې په وسله والو بریدونو کې د عوامي نیشنل ګوند له ۱۲۰۰ ډیر غړي او سیمه ایز مشران وژل شوی دي.

تر دې وړاندې، تېره ورځ په کوهاټ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یو مشر او د پخواني وفاقي وزیر شهریار اپريدي پر کور هم د لاسي بم حمله شوې دوه.

د تحریک انصاف ګوند سېنېټر اعجاز چودري تېره شپه (سېپټېمبر ۲۲مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه حمله تېره شپه د شهریار اپریدي د کوهاټ د کلي په کور شوې ده چې چاته پکې څه ځاني زیان نه دی اوښتی. د شهریار افریدي پر کور د برید ذمه دواري هم چا نه وه قبوله کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خيبر پښتونخوا په سوات، دير او قبايلي ضلعو کې بمي چاودنې او هدفي بريدونه بیا زیات شوي دي چې پرضد يې په سوات، کورمه، اورکزو، جنوبي او شمالي وزیرستانونو، مومندو او باجوړ کې لاريونونه هم ترسره شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار بیرسټر سیف وايي، د بد امنۍ د پېښو باوجود د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند تړون په خپل حال دی.

XS
SM
MD
LG