د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشتين له ملګرو ملتونو د رښتيا موندلو کمېشن جوړولو او علي وزير لپاره غږ پورته کولو غوښتنه کړې


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين تر دې وړاندې خپلې غوښتنې په وار وار تکرار کړې دي ــ (انځور له ارشيفه)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين تر دې وړاندې خپلې غوښتنې په وار وار تکرار کړې دي ــ (انځور له ارشيفه)

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي ملګري ملتونه دې د پاکستان په اړه د رښتيا معلومولو کمېشن جوړ کړي او په افغانستان کې دې د ښځو پر وړاندې د طالبانو روان تعصب ختم کړي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۶مه، په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو لخوا د بشري حقونو په اړه په یوه نړيواله غونډه کې د ويډيو لينک له لارې خبرې وکړې.

هغه وويل چې ملګري ملتونه دې د پاکستان د حالاتو او د قومي اقليتونو د حقونو د ارزونې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

پشتين تر دې وينا وروسته مشال راډيو ته وويل چې هغه له ملګرو ملتونو پوښتنه وکړه چې که د نړۍ په نورو هېوادونو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه پوښتنې کوي، نو د پښتنو په اړه یې ولې هغسې فعاليت نشته؟

هغه وايي: "ما ورته وويل چې ملګري ملتونه دې د رښتيا معلومولو لپاره يو کمېشن جوړ کړي. استازي دې یې دلته راشي او دا دې وګوري چې دلته ترهګر څوک پالي او قربانيان یې څوک دي؟ ما دا هم ورته وويل چې د سوله ييزو فعالانو لکه علي‌وزیر، حنيف پشتين او نورو خوشې کولو لپاره دې غږ پورته کړي. دلته بيا په افغانستان کې نه څوک د سیاست حق لري او نه هم نجونې تعليم ته پرېښودل کيږي. پر دې هم بايد ملګري ملتونه پرېکنده دريځ وښيي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پارليمان غړی، علي‌ وزیر نيږدې دوه کاله مخکې د ریاست پر ضد د بغاوت او خلکو پارونې په تور نيول شوی. هغه دا تورونه ردوي او وايي چې د پښتنو د حقونو لپاره يې د قانون او ايين په چوکاټ کې دننه غږ پورته کړی دی.

منظور پشتين پر ملګرو ملتونو دا ټينګار هم وکړ چې په پاکستان کې په زوره د لادرکه کړل شويو کسانو د خوشې کولو لپاره دې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

تر دې غونډې مخکې د جبري تری تمو شويو خلکو په اړه کارکوونکې، د ملګرو ملتونو استازي لوسيانو هزان ويلي وو چې اداره یې له ۳۰ کلونو راهیسې په دې لړ کې کار کوي. د هغې بيان، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې پر خپله ويب پاڼه خپور کړی، زیاتوي چې د جبري لادرکيو په اړه عامه پوهاوی زیات شوی خو ملکونه بايد داسې قوانين ولري چې په زور د خلکو غيبونکو ته سخته سزا ورکړي.

په پاکستان کې فعالان پر امنيتي ځواکونو تور پورې کوي چې په زرګونو بلوڅان یې غايب کړي چې وروسته بیا د ځينو شکنجه شوي مړي موندل شوي دي. خو د پاکستان پوځ دريځ لري چې د دې کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی او په مبیینه ډول غايب کړل شوي ډيری کسان د بلوڅ وسله والو ډلو په روزنیزو مرکزونو کې دي. پاکستان په زور د لادرکه کړل شويو کسانو د موندلو لپاره يو سرکاري کمېشن هم لري چې وايي په شاوخوا ۹،۰۰۰ کېسونو کې يې تر ۶،۰۰۰ زیات کېسونه حل کړي دي.

په جينيوا کې د افغان نجونو د ملاتړ مظاهره
په جينيوا کې د افغان نجونو د ملاتړ مظاهره

د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې پر وخت په جېنېوا کې د بشري حقونو فعالانو مظاهره هم وکړه.

په دې مظاهره کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اروپا مېشتو غړيو جوړه کړې وه، له نړيوالو غوښتنه وشوه چې د ترهګرو د ځپلو تر څنګ دې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد خاموشه نه پاتيږي. احتجاج کوونکو داسې پوسټرونه راخیستي ول چې له طالبانو پکې د نجونو د ټولو ښوونځيوو د پرانیستلو غوښتنه شوې وه.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل نيولی دی. تر هغه وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او وايي‌ د مناسبو شرایطو تر راتګ وروسته به یې پرانيزي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ګڼو غربی هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې د شخصي ازاديو احترام دې وکړي او د نجونو ټول ښوونځي دې په سمدستي ډول پرانيزي.

XS
SM
MD
LG