د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اڅکزي ویلي دي چې پښتون قام نور قربانيانو ته تیار دي خو د چا د ظلم او تیري مخې ته کله هم سر نه شي ټېټولی. نوموړي دا خبره په کوټه کې د اتم اګست په پېښه کې د وژل شويو وکیلانو په یاد کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وکړه. د ایوب ترین ویډیو رپورټ
په داسې حال کې چې د اګست په اتمه نیټه په کویټه کې د وژل شوو وکیلانو تلین ولمانځل شو. د بلوچستان هايي کورټ بار ایسوسي ایشن غړي وايي د دغه وکیلانو له کورنیو سره د حکومت له خوا د مرستې ژمنې پوره شوي نه دي. نن یو کال وروستو په دغه سیمه کې د امنیت وضع څه ده؟ د وکیلانو د وژنې تر شا عوامل څه وو
د ۲۰۱۶م کال په اتم اګست د کوټې سیویل هسپتال کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو، خبریالانو او عادي وګړیو لومړی تلین په ویر او درناوي سره لمانځل کېږي. سیدعبدالرب آغا چې په هغه ناورین کې یې خپل یوازنی زوی ضیاء الدین ایډوکېټ بایللی وو، د مشال راډيو خبریال ایوب ترین ته وویل، پوره یو نسل و
نن د اګست اتمه نېټه ده. يو کال وړاندې هم په نن ورځ د کوټې په سول هسپتال کې پر وکيلانو يا قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد شوی وو چې پکې ۷۳ کسان ووژل شو. وژل شوي زياتره وکيلان وو.
د ۲۰۱۶م کال په اتم اګست د کوټې سیویل هسپتال کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو، خبریالانو او عادي وګړیو لومړی تلین په ویر او درناوي سره لمانځل کېږي.
د بلوچستان په سرښار کوټه کې وکيلانو د ۲۰۱۶م کال د اتم اګست پېښې په ياد کې کاربنديز اعلان کړی. تېر کال په ياده ورځ په ځانمرګي بريد کې تر اويا پورې کسان وژل شوي وو چې ډېری يې وکيلان ول.
د بلوچستان های کورټ اېډيشنل پرازيکيوټر جنرل عبدالطيف کاکړ وايي، وژل شویو او ټپي وکيلانو په لسګونو مقدمې چلولې خو اوس چې کله اورېدنې پيل شي نو د دوی د نشتوالي له وجې مقدمې ځنډول کېږي.
کله چې د باز محمد کاکړ نوم واخيستل شو نو جج جمال خان مندوخېل پخپل مسلکي ژوند کې په لومړي ځل وژړل.
محمود خان د ډان نیوز په نوم د یوه پاکستاني شخصي ټيلېوېژن کیمره چلوونکی وو چې د اګست پر اتمه، د کوټې پر روغتون په ځانمرګي برید کې ووژل شو. د نوموړي ورور مفتي روزي محمد وايي، له زده کړو سره یې مینه وه نو ځکه یې د لېسانس یا بیچلرز تر کچې زده کړې وکړې او ماسټري کول یې هم غوښتل. نور په ویډیو کې.
زه تل پر دې جمله خاندم چې د فلانکي د مرګ تشه به کله هم ډکه نشي خو نن مې پخپله مغزو دا خبره د ليکلو لپاره ګوتو ته وسپارله.
د بلوچستان حکومت ویاند وايي، دا یوه پېچلې جګړه ده چې رېښه یې ډېره پخوانۍ ده. او زیاتوي چې دلته په ټولنه کې سختدریځۍ نفوذ کړی دی خو زیاتوي چې دوی به تر وسه وسه دغه ترهه ګر له منځه یوسي.
نور وښیئ