د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې مدعي، مدافع او جج شته خو وکيل نه


کله چې د باز محمد کاکړ نوم واخيستل شو نو جج جمال خان مندوخېل پخپل مسلکي ژوند کې په لومړي ځل وژړل.

په کوټه کې ماتم دی، سپېنې ورځې ته د تورې ورځې نوم ورکړل شوی دی، قاضي يا جج د تل په شان نن هم د انصاف پر څوکۍ ناست مقدمې اوري، په دروازه کې ولاړ سرکاري کس غږ وکړ چې پلانکی بنام پلانکی دي د جج مخې ته حاضر شي.

د دې مقدمې وکيل باز محمد کاکړ دی او د جج پر څوکۍ جمال خان مندوخېل ناست دی.

کله چې د باز محمد کاکړ نوم واخيستل شو نو جج جمال خان مندوخېل پخپل مسلکي ژوند کې په لومړي ځل وژړل.

مدعي شته، مدافع شته، جج شته خو وکيل نشته.

د کوټې چاودنې ۶۵ وکپلان د مرګ په قبرونه کې پټ کړل او چې شاته پاتې شول هغوی د ژوند په قبر کې سا اخلي.

د باز محمد کاکړ د دليل ژبه سره له ۶۴ ملګرو د اتم اګست په ځانمرګي بريد کې تل لپاره ګونګه شوه.

جج ژړل د عدالت ژړل دي ځکه چې د مسلکي ذمه واريو پوره کولو پر وخت د خبريال او جج د احساساتو ژبه غوڅه وي خو نن مسلک غوڅ شو.

دا کيسه د بلوچستان های کورټ اېډيشنل پرازيکېوټر جنرل عبدالطيف کاکړ چې له تېرو ۱۶کلونو راهیسي له دې مسلک سره تړل شوی، راته وکړه.

دی وايي، له بريده وروسته چې په لومړي ځل عدالت ته راغلم نو هر وژل شوی وکيل مي سترګو ته نيېغ ودرېد، ځايونه خالي ول، نور خپل کيفيت بيانول راته ګران دي.

لطيف کاکړ ته هغه ټولې شېبې، ټوکې او خبرې وريادې شوې چې د عدالتي اورېدنې وروسته به يې له خپلو وژل شويو دغو ملګرو سره کولې.

له بريده وروسته چې په لومړي ځل عدالت ته راغلم نو هر وژل شوی وکيل مي سترګو ته نيېغ ودرېد، ځايونه خالي ول، نور خپل کيفيت بيانول راته ګران دي. لطيف کاکړ

په بريد کې شاوخوا ۸۰ وکيلان تپيان شوي ول چې دا وخت يې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې علاج روان دی.په دوی کې يو مظفر شاه هم دی.

منير احمد خان اېډوکيټ ته چا وويل چې کله شپه شي نو مظفر شاه چغې بغارې شروع کړي.

دی وايي کله چې مې له مظفر شاه وجه و پوښتله نو ځواب دا وو چې د شپې څنګه سترګې پټې کړمنو وژل شوي ملګري په خوبونو کې راځي او ناڅاپه راباندې دا کيفيت راشي.

د کوټې چاودنې ۶۵ وکپلان د مرګ په قبرونه کې پټ کړل او چې شاته پاتې شول هغوی د ژوند په قبر کې سا اخلي.

XS
SM
MD
LG