ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.
دغه چارواکي مشال راډیو ته دا هم وویل چې په دره ادم خېل کې په همدې ورځ په دوو نورو سیمو کې هم وسلوالو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي خو د اېف سي ځواکونو هغه بریدونه په شا تنبولي دي او څه ډول تلفات یې نه دي اړولي.
په اورکزو کې خلک د جمعې په ورځ په ډبوري بازار کې مېلې کوي. دا د بره اورکزو یوه لرغونې سیمه ده او بازار یې ډېر مشهور دی.
په اورکزو کې په ۲۰۱۰ز کال کې د وسلوالو پرضد د پيل شويو عملياتو له امله ځايي خلکو خپل کورونه پرېښوول او د خيبر پښتونخوا نورو سيمو ته يې کډې وکړې. په هغوی کې ګڼو کډوالو د هنګو په محمد خواجه کيمپ کې واړول.
د کوهاټ د ګمکول کيمپ په ګډون په یو شمېر ځایونو کې افغان کډوال ماشومان اوس په جوماتونو او حجرو کې په غیر رسمي ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکو
د ضلعې د پوليسو مشر شهباز الاهي د مارچ پر ۱۵مه په ټولنيزو رسنيو خپور کړي بيان کې ويلي دي چې دغه عمليات د خفيه معلوماتو پر بنسټ د پوليسو ترهګرۍ ضد څانګې يا (سي ټي ډيي) او کواټ پوليسو په ګډه ترسره کړي دي.
د لکي مروتو پولیسو د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د پولیسو یو ګاډی د ښادي خېل تاڼې په حدودو کې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماین وخوت چې د هغې تاڼې د مشر (اېس اېچ او) صدراعظم په ګډون پکې شپږ پولیس سرتېري ووژل شول.
د اورکزیو يوه اوسېدونکي په يوه جونګړه کې د ربابونو جوړولو کار ته مخه کړې ده. هغه وايي، لومړی به يې په محفلونو کې رباب غږاوه خو د جوړوونکو د کموالي او هنرمندانو ته یې د ورپېښو ستونزو له امله پرېکړه وکړه چې خپله دا کار زده کړي. په دې اړه ويډيويي راپور.
د کواټ (کوهاټ) پولیسو څو ورځې مخکې د یوې ډاکترې د وژلو په تړاو د دوو کسانو د نیولو دعوه کړې ده. پولیسو د فبرورۍ پر ۲۶مه شپې مهال هغه کسان خبریالانو ته وړاندې کړل خو مخونه یې پټ کړي ول. د ډېوېژنل هېډکوارټر روغتون روغتیاپالانو د ډاکترې مهوش تر وژنې وروسته احتجاجي پرلت وهلی وو. ویډيويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې د ډېوېژنل هېډکوارټر روغتون روغتیاپالانو د یوې ډاکترې تر وژنې وروسته پرلت ته دوام ورکړی دی.
د پولیسو ویاند زیاته کړه چې امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي، سيمه یې کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
د احتجاج پر مهال ځېنو کسانو مشال راډیو ته ویلي چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د تیرا میدان او اورکزیو پر پوله پرته سیمه اکا خیلو کې یو توغندی د سوارلیو پر یو موټر پرېوتی چې په پایله کې یې د دوی په وینا څلور اکاخېل ووژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شول.
د خيبر پښتونخوا اعلا وزير سهېل اپريدي د یو چا یا ادارې د نامه له اخیستو پرته ویلي، "له چا چې مو د انصاف تمه لرله، هغه خلک راسره انصاف نه كوي او چاته چې مو د محافظ په نظر کتل، هغه راته خطر ګرځېدلي دي."
مشرانو وويل چې په سيمه کې له تېرو څو مياشتو راهيسې ناامني زياته شوې او د امنيت لپاره ځايي خلکو نه يوازې په وار وار احتجاجونه او جرګې کړې بلکې اړوند چارواکي يې هم له خپلو ستونزو خبر کړي خو مسله لا حل شوې نه ده.
دا څرګندونې د اورکزیو یو شمېر قبایلي مشرانو د نومبر پر اوومه په غلجو سیمه کې د ترسره کړې جرګې پر مهال کړې دي.
د سیمې ځوانان وايي د انټرنېټ او زده کړو اسانتياو ته په سمه توګه لاس رسی نه لري نو ځکه د لايبرېرۍ جوړيدو ته ډېر خوشاله دي. نواز اورکزی وايي هدف يې د ځوان نسل مثبت لور ته اړول دي. د مشال راډیو خبریال ممتاز اورکزی په دې اړه رپورټ لري.
له ناامنیو سره مخامخ اورکزو کې د کرکټ ټورنامېنټ تر شاوخوا يوې میاشتې پورې د دوام لرلو وروسته پای ته رسېدلی دی. په سیالیو کې د اورکزو په ګډون د سوات، شانګلې، کوهستان او د
د کرک د پولیسو د مشر د معلوماتو له مخې وژل شوي وسلوال د تحریک طالبان پاکستان د ملا نذیر ډلې غړي دي.
د کواټ (کوهاټ) اوسېدونکی شاکر اورکزی د خیبر پښتونخوا په ادبي حلقو کې پېژندل شوی نوم دی. نوموړي په پښتو ادبیاتو کې دوکتورا کړې ده، شاعر او لیکوال دی او نثري او شعري کتابونه یې چاپ شوي دي. دی د پښتانه ادبي ملګري (پام) په نوم د ادبي ټولنې مهم غړی دی. موږ له نوموړي سره د هغه پر ژوند او کار مرکه کړې ده.
نور وښیئ