د خيبر پښتونخوا اعلا وزير سهېل اپريدي یو ځل بیا په ظاهره عدالت او پوځ ته په اشاره د اندېښنو څرګندونه کړې ده.
سهېل اپرېدي دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په کواټ کې د خپل ګوند ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.
نوموړي د یو چا یا ادارې د نامه له اخیستو پرته ویلي، "له چا چې مو د انصاف تمه لرله، هغه خلک راسره انصاف نه كوي او چاته چې مو د محافظ په نظر کتل، هغه راته خطر ګرځېدلي دي."
دا له هغه وروسته ده چې د ده په وینا، پر عدالتي امر سربېره د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له بندي خپل مشر عمران خان سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.
سهېل اپرېدي له عمران خان سره د ملاقات اجازې نه ورکول کېدو پرضد د احتجاج پر مهال د پاکستان مسلم لیګ نون په مشرۍ پر مرکزي حکومت او پوځ سختې نیوکې کړې وې.
تر هغه وروسته د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر لېفټننټ جنرل احمد شريف چودري د ډېسېمبر پر پینځمه په یو خبري غونډه کې د سهېل اپرېدي له نامه یادولو پرته هغه ته ناوړه ټکي کارولي وو.
سهېل اپرېدي د کواټ جلسې ته په وینا کې دا هم وویل چې د ده په وینا، پر عمران خان د فشار راوستو لپاره د هغه مېرمن بشره بي بي په زندان کې ساتلې شوې ده.
نوموړي وویل، "د عمران خان را خوشي کولو لپاره له حکومت سره د مذاکراتو يا تحريک ته د دوام ورکولو واک له محمود خان اڅکزي او علامه ناصر عباس سره دی."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی نه یوازې د تحریک تحفظ ایین پاکستان مشر دی بلکې تحریک انصاف نوموړی په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن د مشر په توګه هم نومولی دی خو د پارلمان سپیکر ایاز صادق یې لا هم په رسمي توګه پخلی نه دی کړی.
وفاقي حکومت او يا هم د پوځ له خوا تر اوسه د سهېل اپرېدي د تازه څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویل شوي.
سهېل اپرېدي د وینا پر مهال د پاکستان تحریک انصاف پر غړو غږ وکړ چې د عمران خان خوشي کولو لپاره دې هر ډول حالاتو ته تیار اوسي.
د کواټ دې غونډې ته د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشر جنېد اکبر وویل چې د عمران خان را خوشي کول د دوي لومړيتوب دی او دوي به له دې کله هم پرشا نه شي.
نوموړي زیاته کړه چې تحریک انصاف به له هر هغه ګوند یا ډلې سره ولاړ وي چې د ده په وینا، د حکومتي جبر او ظلم ښکار شوی وي.
د ده په وینا، هغه که د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو لادرکه کول وي او یا هم په لاهور کې د یو مذهبي ګوند پر غړو ډزې کول وي، دوی به یې غندنه کوي او پرضد به یې غږ پورته کوي.