د خيبر پښتونخوا اورکزیو ضلعې اوسېدونکو پر انتظاميې، امنيتي او حکومتي چارواکو غږ کړی چې هلته دې د امنیت لپاره خپله ذمه واري پوره کړي.
د سیمې مشرانو دا غوښتنه د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بره اورکزیو په غلجیو (غلجو او غلزیو هم بلل او لیکل کېږي) کې په پرانیستې غونډه (په اردو کې: کهلي کچهري) کې کړې چې ضلعي انتظامیې وربللې وه او موخه یې له خلکو څخه مستقیماً د هغوی ستونزې اورېدل ول.
مشرانو وويل چې په سيمه کې له تېرو څو مياشتو راهيسې ناامني زياته شوې او د امنيت لپاره ځايي خلکو نه يوازې په وار وار احتجاجونه او جرګې کړې بلکې اړوند چارواکي يې هم له خپلو ستونزو خبر کړي خو مسله لا حل شوې نه ده.
ځايي مشر ملک قاسم ګل په غونډه کې چارواکو ته وویل چې خپلې ذمه وارۍ دې پوره کړي.
په وروستيو کې انتظامیې د امنيت لپاره تر جرګو او احتجاجونو وروسته د ځینو مشرانو او فعالانو نومونه د بندیزونو په څلورم جدول (فورت شیډول) کې اچولي ول.
ملک صمد خان اورکزي په غونډه کې له چارواکو غوښتنه وکړه چې انتظاميه دې له دې ډول ګامونو څخه ډډه وکړي.
څلورم جدول (فورت شیډول) د پاکستان د ترهګرۍ ضد قانون یوه برخه ده چې پکې د هغو کسانو نومونه شامل وي چې حکومت یې په اړه شک لري چې یا "په ترهګرۍ" او اړوندو فعالیتونو کې ککړ دي او یا له "ترهګرو ډلو" سره اړیکي لري.
تر بندیز لاندې وګړي له ملکه بهر سفر نه شي کولی، بانکي اکاونټونه یې کنګلېږي، وسلې نه شي اخیستای او ورباندې د کاروباري ترڅنګ یولړ نور محدودیتونه هم وي.
د ترهګرۍ پرضد د ملي ادارې (نیکټا) تر بندیز لاندې د کسانو نوملړ تنظیموي. د هغې ادارې د ووبپاڼې له مخې، د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر تر ۱۱مې پورې په پاکستان کې ټول ۳،۸۹۳ کسان په څلورم جدول کې شامل ول چې ورڅخه یې ۳۰ تنه د اورکزیو اوسېدونکي دي.
د اورکزیو ځايي خلکو په غونډه کې د امنيت ترڅنګ د زدکړو، روغتيا او د څښاک پاکو اوبو په ګډون نورې ستونزې هم انتظامي چاروکو ته وړاندې کړې چې هغوی یې د هوارولو ډاډ ورکړ.
د اورکزیو ضلع له اوږدې مودې راهېسې له ناامنیو سره مخامخ ده او په تېرو میاشتو کې هلته یو ځل بیا وسلوال لیدل شوي جې خلک یې اندېښمن کړي دي.
د هغې ضلعې په یوشمېر برخو کې خلکو نه یوازې د ناامنۍ ضد احتجاجونه او جرګې کړې دي بلکې دا دعوه یې هم کړې چې ریاستي ادارې له خلکو غواړي چې د وسلوالو ضد لښکرې جوړې کړي.
د خیبر پښتونخوا د زیاتره قبایلي سیمو مشرانو په وار وار ویلي چې ولس ته تحفظ ورکول د ریاست مسوولیت دی چې باید یې په ولس پوره نه کړي.
د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د ټولو ضلعو امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.